Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې په درېیمه غونډه کې د ا.ا ګډون ته د ملګرو ملتونو سازمان هیله‌مندي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق په یوې خبري غونډه کې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان هیله‌من دی چې د دوحې درېیمې غونډه کې د اسلامي امارت استازی ګډون وکړي.
 
ښاغلي حق همدارنګه ویلي چې د دغې غونډې د ترتیباتو له وروستي کېدو وروسته به، په دې غونده کې د اسلامي امارت حضور او نه حضور څرګند شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«دم‌ګړۍ موږ د تابیاوو نیولو ته دوام ورکوو. موږ هیله‌من یو چې، دا کار به پایله ورکړي او د نېټې په رانږدې کېدو سره تمه لرو چې، وکړای شو، ترتیبات له نهايي کېدو وروسته اعلان کړو؛ خو په دې پړاو کې موږ تر اوسه د چمتووالي د نیولو په حال کې یو.»

که څه هم اسلامي امارت په دې غونډه کې د خپل ګډون په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو وړاندې یې ویلي وو چې، د غونډې اجنډا تر څېړنې لاندې ده او د هغې له بشپړېدو وروسته به په دې غونډه کې خپل حضور او نه‌حضور اعلان کړي.

بل خوا د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې، د دوحې د درېیمې غونډې په اجنډا کې باید د افغانستان مهم مسایل هم په پام کې ونیول شي.
 
د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي وايي:«د دوحې غونډه ښه غونډه ده؛ ځکه ټول هېوادونه غواړي چې، د افغانستان پر وړاندې یو نظر پيدا کړي یا واحده غوښتنه چې، د ټولې نړۍ وي. کېدای شي چې، هغې ته یو حل لار پیدا شي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه سید ضیا حسیني هم څرګندوي:«د دوحې درېیمه غونډه ښونې ده خپله ځانګړې ارزونه او اهمیت ولري. د اسلامي امارت او د افغانستان د اوسني حکومت حضور په خپله یو ډول اهمیت دی چې، کولای شي هلته غوښتنې، اړتیاوې او اساسي مسایل مطرح کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون درېیمه غونډه په راتلونکو دوو اوونیو کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې جوړه شي. ملګرو ملتونو ویلي چې، د دې غونډې موخه له سرپرست حکومت سره په همغږي او منظم ډول د نړۍ د تعامل زیاتول دي. 
 
که څه هم اسلامي امارت په دې غونډه کې د خپل ګډون په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو وړاندې یې ویلي وو چې، د غونډې اجنډا تر څېړنې لاندې ده.

شریک یي کړئ