Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو او نجونو د محدودیت پر دوام د ملګرو ملتونو سازمان نیوکه

 د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسې سیما باهوس، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو د نجونو د زرو ورځو له محرومیت سره هم‌مهاله ویلي چې، د افغان ښځو د حقونو، ازادۍ او غږ سلبېدل دوام لري.

مېرمن باهوس پر اېکس خواله رسنۍ، د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یو ټولیز مسوولیت بولي او ټینګار کوي چې، افغان نجونې باید په دې برخه کې له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې رییسه زیاتوي::«ښکاره یادونه دا ده چې، د افغان ښځو او نجونو پر حقونو، ازادیو او غږ تېری دوام لري. موږ نه‌شو کولای افغانې ښځې او نجونې په خپله خوښه د ژوند کولو د حق لپاره په مبارزه کې یوازې پرېږدو. د هغوی مبارزه زموږ ټولیز مسوولیت دی.»

زده‌‌کوونکې رویا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«نهه نیم کاله مې ښوونځی ولوست، زیار مو وایست او د خپلو موخو لپاره مو هیلې ترسیم کړې، خو ټولې پر سیند لاهو شوې، زر ورځې کېږي چې موږ په کور کې یو.»

له دې سره هم مهاله، د بښنې نړۍوال سازمان له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي. د دغه سازمان په وینا، افغان نجونې «د تبعیضي او ناعادلانه تګلارو» له امله د زده‌کړو له حقه محرومې شوې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي:«له ۱۰۰۰ ورځو راهیسې افغان نجونې د طالبانو د تبعیضي او ناعادلانه تګلارو له امله چې نړۍوال قوانین نقضوي، د زده‌کړې له حقه محرومې دي. طالبان باید ژر تر ژره ټول منځني ښوونځي او لېسې د نجونو پر مخ پرانیزي.»

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه‌پوش وايي:«اسلامي امارت هره ورځ له موږ سره ژمنه کوي او هره موږ د دوی د ثاني امر په تمه یو؛ خو له بده مرغه هېڅ وخت یې نه‌دي غوښتي چې د خپلې ژمنې پر مطابق عمل وکړي.»

که څه هم اسلامي امارت له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند د غبرګونونو له څپې سره هم‌مهاله، د نجونو د زده‌کړو په تړاو یو غږیز پیغام خپور کړی دی.

دیني عالم مولانا عبدالعلي ديوبندي ویلي:«اسلامي ممالکو د ښځو مکتبونه جوړ کړي دي، ښځينه په کې خطونه په کې وايي او زده‌ کوي یې، اسلامي هېوادونه یوازې او یوازې په نامه د اسلام پاتې دي، حاضرینو د کفارو تر اثر لاندې دي، نه‌شي کولای چې په خپل مملکت کې اسلامي حکومت قراني احکام جاري کړي، ځکه چې له کافرو څخه وېرېږي.»

په هېواد کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز په تړاو په داسې حال کې یو ځل بیا غبرګونونه راپارېدلي دي چې، یو شمېر بنسټونه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ، د پوهنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګولډن براون، د بشري حقونو او د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په څېر مخورې څېرې د افغان نجونو د غږ له کمپاین سره یوځای شوي دي.

شریک یي کړئ