په اسلام اباد کې د ایران سفیر رضا مقدم امیري، د اسلامي امارت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا په سیمه کې د سولې او ټيکاو په رامنځته کېدو کې اغېزناکه بللې ده.
ښاغلي امیري د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو له مرکز سره په مرکه کې همدارنګه د اسلامي امارت او ګاونډیو هېوادونو او سیمې ترمنځ د باور پر رامنځته کېدو او د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی.
په اسلاملباد کې د ایران سفیر په دې هکله ویلي:«طالبان باید له خپلو تېرو تېروتنو زدهکړه وکړي او د هېواد د کنټرولو هڅه وکړي، اړتیا ده چې، له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، روسیې او چین سره د باور فضا رامنځته کړي او د سیمې له هېوادونو سره د کلتوري تبادلې، سوداګرۍ او نورو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي چې، دا کار په سیمه کې د خلکو لپاره د سولې او امنیت لامل کیږي.»
په اسلاماباد کې د ایران سفیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو په مسایلو کې د لاسوهنې لپاره د امریکا د هڅو خبره کوي او ټینګار یې دا دی چې، اسلاماباد باید امریکا ته دا فرصت برابر نهکړي.
رضا مقدم امیري په دې هکله څرګندوي:«امريکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې ده او ښايي هڅه وکړي چې، په سیمه کې ځان ته د پښې ځای ولري، پاکستان پر دې مسئله خبر دی او پوهېږي چې، امریکا یې په هېواد کې د پښې ځای نهشي پیدا کولای؛ خو د سیمې له هېوادونو سره همکاري اړینه ده.»
د سیاسي چارو ځيني شنونکی هم د اسلامي امارت او د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د اسلامي امارت په ګټه بولي.
د سیاسي چارو شنونکي محمد ایمل دوستیار وویل:«په لومړي ګام کې، د سیمې له هېوادونو سره زموږ اړیکې ډېرې مهمې او د افغانستان په ګټه دي. د افغانستان اسلامي امارت باید له ګاوڼډیو هېوادونو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي، حتا د نړۍ له هېوادونو سره، ځکه د افغانستان په ګټه دي.»
د اسلامي امارت او ایران تر منځ د حقابې پر سر د ځينو اختلافونو او د اسلامي امارت او ایران ترمنځ له سرحدي نښتو سره سره، اسلامي امارت تل له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټينګار کړی دی.