د چمن پرلت کوونکي وایي چې، د پاکستان ځپوونکو اقداماتو ته به تسليم نهشي.
دوی زیاتوي د چمن - سپين بولدک پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ يې غوښتنه ده او له دې غوښتنې به تېر نهشي.
دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان امنیتي ادارو تېره ورځ د چمن يو شمېر اوسېدونکي چې، د وروستي لاريون پر مهال یې نيولي وو خوشي کړل؛ خو د پرلت پنځه مشران لاهم د بلوچستان زندان کې بندیان دي.
د چمن پرلت سمبالوونکی فیض الله وايي:«دا تسلیمېدل نشته، موږ دولت ته دا وايو چې، په والله که مې تسلیم کړې تر هغې چې، دغه شین پاسپورټ ختم کړی نهيي چې، زموږ د وطن خلک تللي او راغلي نهوي، تسلیمېدل په پښتانه قوم کې نشته.»
د پرلت یو شمېر نور غړي له دوی سره کېدونکی چلن استعماري بولي او ټینګار یې دا دی چې، څوک به یې د مبارزې لوری بدل نهکړي.
د چمن پرلت غړی صادق ناراض هم وايي:«موږ د استعمار د څپې لاندې قوم یو، اوس هم موږ خپل حق نهدی ادا کړی، کهچېرې اوس هم موږ خپل حق ادا کړی وای، زموږ د قوم سپينږیري به نن داسې خوار نهوای، زموږ ماشومان به نن داسې خوار نهوای، زموږ میندې به دغه ډول در په در نهوې.»
د پښتونخواه او بلوچستان ملتپال او مذهبي سیاستوال د چمن پر پرلت کوونکو د روانې میاشتې پرلهپسې بریدونه او چاپې غندلي او د پاکستان له حکومته غواړي چېؤ د تاوتریخوالي پرځای د خبرو له لارې د چمن اوسېدونکو غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي.