Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت پلاوی د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د دوحې په درېیمه غونډه کې د سرپرست حکومت د پلاوي له ګډونه خبر ورکوي.

ښاغلي مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي، ډېر ژر به د هغه پلاوي ترکیب چې، د اسلامي امارت په استازیتوب به دوحې ته ولاړ شي، اعلان شي.

نوموړی ټينګار کوي چې له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې، دغه غونډه د افغانستان په ګټه ده.
  
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وايي:«د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان پلاوی ګډون وکړي.»

ښاغلی مجاهد وايي چې، په دې غونډه کې د بحث مهم مسایل له افغانانو سره بشري مرستې او په هېواد کې د پانګونې د زمینې برابرېدل دي.

ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«د پلاوي ترکیب به هم ان‌شاالله وروسته اعلان شي او دا موږ د افغانستان په ګټه وبلله؛ په افغانستان کې بشري مرستې او همدارنګه د پانګونې لپاره د زمینې برابرول له مهمو او بنسټیزو موضوع‌ګانو څخه دي، ښايي نورې موضوع‌ګانې هم وي؛ خو ټولې د افغانستان په ګټه وبلل شوې.»

له دې سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي که‌چېرې د دوحې غونډې په ترکیب او اجنډا کې بدلون رامنځته شي، دا بدلون به د سرپرست حکومت پر پرېکړې هم اغېزه وکړي.

دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه ده چې، جوړېږي؛ خو د افغانستان لپاره د دې غونډې اهمیت څه دی؟

د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر سیال وردګ وايي:«هغه پرېکړې چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې کېږي او په هغه کې واقعاً د افغانستان ستونزې حل شي، نو دا د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره مهم دی.»

د سیاسي چارو بل شنونکي سیمع‌الله احمدزي هم طلوع‌نیوز ته وویل:«کله چې، هلته د اسلامي امارت غوښتنې منل کېږي، نو حضور به معنا لرونکی وي او دا غونډه به د افغانستان په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي.»

د افغانستان په تړاو به د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ غونډه د جون پر یو ۳۱ جوړه شي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیال کابل ته په خپل سفر کې ویلي و چې، په دې غونډه کې به پر نورو مسایلو سربېره د مالي او بانکي مسایلو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او اقلیمي بدلون په تړاو هم بحث وشي؛ خو اسلامي امارت په دې غونډه کې خپل ګډون د خپلو غوښتنو په منلو پورې مشروط کړی و.

له بلې خوا د بشري حقونو سازمانونو د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي وو، چې د بشري حقونو مسئله دې د دې غونډې د بحثونو په چورلیز کې شامله کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټينګار کوي چې له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې، دغه غونډه د افغانستان په ګټه ده.

شریک یي کړئ