Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسلامي نظام څخه د خلکو پر ملاتړ د رییس‌الوزرا ټينګار

رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند وايي چې خلک باید له اسلامي نظام څخه پرېکنده ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپل اختریز پیغام کې د اوسني نظام د پیاوړتیا او ساتنې لپاره د خلکو ملاتړ او همکاري خورا مهمه بللې ده.

رییس‌الوزرا همدارنګه د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، له هېوادوالو هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملامحمد حسن اخند د اختریز پيغام په تړاو داسې وايي:«له نظامه د ملاتړ په برخه کې د خلکو همکاري ډېره وي. په امنیتي، اقتصادي او د هېواد په بیارغونه کې باید همغږي ډېره وي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي له اوسني نظامه د خلکو ملاتړ مهم بولي او په باور يې، حکومت هم باید د خلکو مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا وویل:«د ملت ملاتړ که څوک ځان ته راجلبوي، هغه په داسې صورت کې کېدلی شي چې، د روسانو د وخت جهاد، د امریکایانو د وخت جهاد هغه دواړه په پام کې ونیول شي او د داوړو لورو مجاهدین چې دي هغه په حکومت کې راوستل شي، حتا هغه خلک چې، هغوی په کورو ناست دي، هغوی د چا مقابله او مخالفت نه‌وي کړی، بد خلک نه‌وي او ښه اوصاف ولري هغه دې هم په حکومت کې راولي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی هم وايي:«که‌چېرته نظامونه له خلکو سره ښه چلند کوي، خلک طبعاً د هغوی ملاتړي وي او دا د یوه نظام د پیاوړتیا لپاره ډېره ګټه کوي.»

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په بېلابېلو اختریزو پیغامونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصون غوښتنه کړې او ویلي دي چې، د هېواد پرمختګ او ابادي په یووالي کې دی.

شریک یي کړئ