د لوی اختر له رارسېدو سره سم، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي له اسلامي امارتخ غواړي چې د اختر په ورځو کې په ټول هېواد په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی فرشاد په دې هکله د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ امنیت په سمه توګه تامین کړي، د اختر په ورځو کې د جوماتونو او پارکونو امنیت په سمه توګه تامین کړي.»
د کابل اوسېدونکی رشید هم وايي:«زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان په هره څنډه کې د هېوادوالو امنیت ټينګ وي، څو هغوی وکړای شي د اختر ورځې په بشپړ امنیت کې تېرې کړي.»
بلخوا د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې پلان جوړ کړی او له ټولو امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ یې پلي کوي. د دغه وزارت ویاند له هېوادوالو هم غواړي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع څرګندوي:«ټولو هېوادوالو ته په بشپړه توګه ډاډ ورکول کېږي چې، امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه پولیس تل د دوی په خدمت کې دي، په واوره، باران او د اختر په ورځو کې، په سختۍ او ټولو حالاتو کې د هغوی په خدمت کې دي.»
له دې سره هممهاله، د پلازمېنې یو شمېر هغه امنیتي سرتېري چې د لوی اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي، هېوادوال ته داسې ډاډ ورکوي.
سرتېري محمدي وویل:«موږ خلکو ته بشپړ ډاډ ورکوو چې د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه په ۲۴ ساعته توګه د خلکو په خدمت کې دي او د خلکو امنیت په بشپړه توګه نیسي.»
بل سرتېری محیبالله هم وايي:«موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې په ارامه ژوند وکړي، له خپلې کورنۍ سره په خوشحالۍ او خوښۍ د اختر ورخې تېرې کړي.»
تر دې وړاندې هم د اختر په ورځو کې هېوادوالو له هوايي ډزو، او پر ماشومانو د پټاقیو او پلاسټيکي وسلو له پلورلو شکایت درلود او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي وو چې، د دغهراز کارونو مخه ونیسي.