Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا امنیت شورا ناسته کې د واقیعتونو په ډاګه کول غواړي

د اسلامي امارت ویاند له یوناما څخه غوښتي چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل رامنځته کول د یوناما له مسوولیتونو بولي او زیاتوي چې د افغانستان د ناسم انځور وړاندې کول په خپل ماموریت کې د یوناما د ناکامۍ یو لامل دی.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: « تر دې دمه دوی په دې اړه بریالي نه وو او لامل یې هم دا دی چې تل یې ناسم تصویر وړاندې کړی او په ماموریت کې هم مخکې نشي تللی، باید ذهنونه جوړ کړي، افغانستان سره تعاملات عادي کړي، هغه هېوادونه چې تر دې مهال په تعامل کې نه دي ورته قناعت ورکړي چې تعامل وکړي.»

ټاکل شوې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) مشره، روزا اوتونبایوا د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړي.

خو د افغانستان په تړاو د امنیت شورا درې میاشتنۍ غونډې څه اهمیت لري؟

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالشکور دادرس و ویل: « ځکه اهمیت لري چې هغه وخت په ډاګه کوي چې دغه برخه کې په افغانستان کې څه تېر شوي او د افغانستان اسلامي امارت څه کړي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، زلمي افغانیار هم و ویل: « په دوه کلونو او لس میاشتو کې لسګونه غونډې ترسره شوې تر هغو چې فرانسه، انګلستان، امریکا، روسیه او چین چې ملګرو ملتونو کې د ویټو حق لري، یو پایلې ته ونه رسېږي، دغه غونډې به افغانستان لپاره هیڅ پایلې ونه لري.» 

یوناما د روان زېږیز کال په لومړي درې میاشتنې راپور کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په نوم یې د روان میلادي کال د مې میاشتې پر دویمه خپور کړی و، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر نه بدلېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه