وروسته تر هغې چې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي په شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان له ګډون سره د تاجیکستان د مخالفت خبره وکړه، اوس د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان باید په هر هغه سازمان کې چې د سیمه ییزو مسایلو د بحث په موخه جوړېږي، ګډون ولري.
ذبیح الله مجاهد د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان تعامل او ګډ اقتصاد په داسې سازمانونو کې د ګډون یو مهم لامل ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « هغه جوړښت یا بنسټ چې د سیمه ییزو مسایلو لپاره جوړ شوی وي او په بحثونه کوي، غواړو افغانستان هم په هغه کې وي. افغانستان یو د سیمې له هېوادونو دی او له سیمې سره ډېرې اړیکې لري. ګډ تعاملات، اقتصاد، سوداګري، ټرانزیټ او دغه راز روغتیایي او چاپېریال اړوند ګډ موضوعات لرو چې باید یو له بل سره همغږي اوسو.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي و چې تاجیکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د ګډون مخالف دی.
ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د تاجیکستان په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په خبره یې، له افغانستانه به هیڅ هېواد ته ګواښ پېښ نشي.
هغه په دې اړه و ویل: « افغانستان د تاجیکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دا یې ثابت کړی دی. څوک چې د افغانستان د خاورې په اړه اندېښنه لري، ډاډمن دې وي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي.»
د سیاسي چارو ځيني شنونکي د شانګهای د همکاریو سازمان په ګډون په سیمه ییزو سازمانونو کې د افغانستان حضور د افغانستان په تړاو د هېوادونو د اندېښنو لېرې کولو لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکي، ګلاب خان باز په دې اړه و ویل: « افغانستان باید په کې ګډون ولري، دا هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه ده. که افغانستان له هرڅه برخې پاتې شي، دا د نړۍ هغه نه کتنه وي چې تېرو ۴۵ کلونو کې یې د افغانستان په اړه لرله.»
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي وو، چې تاجیکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د ګډون مخالف دی، هغه څه چې تاجکستاني چارواکو رد کړي دي.
په دې اړه مو اندونه