Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا ویاند: د بېنټ راپور د عامه ذهنیت د خرابولو لپاره خپور شوی دی

د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ریچارد بنېټ او د ځينو نورو هېوادونو د استازو څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په درشل کې د عامه اذهانو تخریب ګڼي.

نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ځینو نورو هېوادونو د استازو مثبتې څرګندونې ستايي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي: (د ملګروملتونو د ځینو غړو په ځانګړی ډول د ریچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو دخرابید هڅه ده. په خواشینۍ سره په ملګروملتونو کې ځينې عقديي اشخاص تل هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم راپورونه وړاندې کړي.)

د سیاسي چارو شنونکی، امان الله هوتکی وايي: اسلامي امارت باید نور د نړۍوالو بهانې او د ولس غوښتنه پوره کړي او نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د ښځو حقونه ورکړي، باید دا بهانې ختمې شي او څه چې د ولس غوښتنه ده هغه هم باید ومنل شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي چې افغانستان دمګړۍ په اقتصادي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: (په افغانستان کې له څو لسیزو جګړو او د بشري حقونو له سختو شرایطو وروسته دمګړۍ په اقتصادي، بشري په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې ګڼې ستونزې شته.)

ریچارد بنیټ د بشري حقونو شورا په ۵۶ غونډه کې په هېواد کې پر بشري وضعېت په نیوکې سره ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پیاوړی او پراخ دی.

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې تبعیضي او محدودونکو مسایلو ته چې له امله یې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي حل لاره پیدا کړي او نجونو ته د زده کړو لپاره د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي، ویلي و: (د ښځو پر حقونو د طالبانو دا بریدونه زیات او سیستماتیک شوي دي او د بیلابیلو تګلارو او احکامو له لارې تعقیبیږي او دا ټول موارد په سیستماتیک ډول له یو بل سره همکار دي.)

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې اسلامي امارت د ملګروملتونو په منشور کې د بشري حقونو موضوعاتو ته د اسلامي امارت ژمنتیا کولای شي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لامل شي.

د سیاسي چارو شنونکي، شفیق الله خاکسار و ویل: د اسلامي امارت له چارواکو زما غوښتنه دا ده او دا مې ورته مشوره هم ده چې بشري حقونه چې په ملګرو ملتونو کې ثبت شوې دي، درناوی ورته وشي، او زه هم ورته درناوی کوم خو باید د ټولو رضایت پکې وي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکونکی په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو پر نقض د نیوکې ترڅنګ اندېښنه څرګندوي بلکې تر دې وړاندې هم په دې اړه ورته راپورته وړاندې شوي دي.

خو اسلامي امارت بیا تل ویلي چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي او هېوادونه او نور بنسټونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې ویلي افغانستان دمګړۍ په اقتصادي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

شریک یي کړئ