له ایرانه یو شمېر په زور را اېستل شوي افغانان د ایران د پوله ساتو ځواکونو له ناسم چلنده شکایت لري.
دوی وايي، که په کور دننه ورته کاري زمینې برابرې شي؛ نو هېڅکله به هم په ناقانونه توګه ایران ته د تلو لپاره زړه ښه نه کړي.
دغه را ایستل شوي کډوال وايي ایراني سرحدي ځواکونه له افغان کډوالو سره د ناسم چلن ترڅنګ له تاوتریخوالي هم کار اخلي.
له ایرانه را ایستل شوی، عبدالمتین وايي: «که حکومت د بې وزلو لپاره د کار زمینه برابره کړي، موږ څه مرګ غواړو چې هلته ولاړ شو. چې زموږ په هېواد کې کار وي، هیڅکله نه ځو.»
یو بل را ایستل شوی، جمشید وايي: «زموږ اصلي ستونزه دا ده چې زموږ په هېواد کې کار نشته. خدای دې وکړي چې د کار زمینه برابره شي. که د ۵ یا ۶ زرو تنخوا هم وي، پخپل هېواد کې کار کوو.»
یو شمېر نور دغه کډوال وايي په کوردننه ورته د کاري زمینو برابرېدو سره به هېڅکله په ناقانونه لارو ایران ته ولاړ نشي.
له ایرانه را ایستل شوی، حاتم وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته کار فرصت برابر کړي. که موږ په افغانستان کې سل افغانۍ عاید هم ولرو بل ځای ته نه ځو.»
په همدې حال کې د نیمروز والي وایي، په کور دننه د لویو پراختیايي پروژو په پیلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینې برابرې شي.
د نیمروز والي، محمد قاسم خالد و ویل: «موږ پر پوله د کډوالو لپاره یوه کمیټه جوړه کړې ده، څو د مساپرو لپاره ځینې روغتیايي او ټولنیز خدمتونه وړاندې کړو. هغه ځوانان چې له هېواده بهر کار ته ځي، ډاډ ورکو چې په هېواد کې امنیت دی او ځينې پروژې تر لاس لاندې دي چې ځوانانو ته پکې د کار زمینه مساعده شي.»
له ډېرو هڅو سره سره مو د یادو ادعاوو په اړه کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نظر اخیستو باندې بریالي نشو.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې له ایرانه د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ چټکه شوې.