د لوی اختر په درېیمه ورځ په تفریحي پارکونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې، دغو پارکونو ته تللي وايي، غواړي، د اختر په ورځو کې پارکونو او د هېواد نورو تفریحي سیمو ته ولاړ شي.
د کابل اوسېدونکی، رامین وايي: د اختر ورځې مو په خوښۍ تېرې کړې، الحمدالله امنیت دی. د ټول هېواد په کچه او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې ښه امنیت دی.
د کابل یو بل اوسېدونکی، عطا الحق هم وايي: تېرې دوه ورځې یې هم ښې تېرې شوې، نن یې دریېمه ده. دوستانو کره ځو اختر مبارکۍ ورته وايو.
د کابل اوسېدونکي، فیروز په دې اړه و ویل: د اختر ورځې په خوښۍ سره تېرې شوې، نن دلته راغلو چې له ملګرو سره تفریح وکړو.
له دې سره هم مهاله یو شمېر د سړک غاړې لاس پلورونکي هم د اختر په ورځو کې د خپل کارو بار له غوړېدو یادونه کوي او وايي نورو ورځو ته په پرتله یې د اختر په ورځو کې پلور زیات شوی دی.
د سړک غاړې لاس پلورونکی، علي اصغر وايي: د اختر ورځې خو مالومیږي نو، خلک د تفریح لپاره بهر وځي بیا زموږ کار هم ورسره ښه وي. نورې ورځې هم ښې دي.
ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم چې د خپلوانو د لیدو لپاره د هغوی کورونو ته ورځي وایي چې په اختر کې د خپلوانو کورونو ته ورتګ د افغانانو پخوانی دود دی.
د کابل اوسېدونکی، عباس وايي: په اخترونو کې ګرځېدل او یو بل ته مبارکي ویل زموږ عنعنه او کلتور دی او یوازې زموږ نه بلکې د ټولو اسلامي هېوادونو دی.
دا په داسې حال کې ده چې اختر د اسلامي جشن په توګه په کال کې دوه ځله یعنې کوچنی او لوی اختر د افغانستان په ګډون د نړۍ د مسلمانانو له خوا نمانځل کیږي.