Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اختر؛ د ماشومانو او ځوانانو لپاره د خوښۍ مناسب فرصت

د لوی اختر ورځې ماشومانو لپاره د ساعت تیرۍ یو ښه فرصت او ځوانانو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې د تفریحي ځایونو ته د تګ مناسب وخت و.

د طلوع‌نیوز خبریال په شبرغان ښار کې له یو شمېر ماشومانو سره چې په تفریحي پارکونو کې لوبې کولې او له ځوانانو سره چې د شمال له بیلابیلو ولایتونو  بدخشان ته د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره تللي، خبرې کړې دي.

ماشومان وايي دوی هیله لري چې په یو امن چاپیریال کې خاطرې جوړ کړي او له ژوند خوند واخلي.

خدیجه چې د جوزجان اوسېدونکې ده، طلوع‌نیوز ته یې و ویل: «نن اختر دی؛ زه او زما ملګرې دلته راغلي یو. غواړم چې دلته یو پارک جوړ شي ترڅو هره ورځ له ملګرو سره تفریح ته راشم.»

شکریه چې د جوزجان یوه بله اوسېدونکې ده وايي: «له خپلو ملګرو سره راغلي یو ځکه چې دلته چرخ فلک شته. راغلي یو چې شورنخود او آیسکریم وخورو او غواړو چې یو لوی پارک جوړ شي چې لوبې وکړو.»

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکو له مسوولینو غوښتي دي چې د ماشومانو لپاره ځانګړي تفریحي پارکونه جوړ کړي.

عصمت‌الله وکیل‌زاده چې د جوزجان اوسېدونکی دی و ویل: «له مرکزي حکومت په ځانګړې توګه د جوزجان له مقامه هیله‌مند یو چې یو معیاري او امن پارک د شنه چاپیریال سره جوړ کړي ترڅو زموږ ماشومان په راحتۍ سره حضور پیدا کړي او خپل اختر په خوښۍ تېر کړي.»

ورته مهال د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښار د ښکلو او تفریحي پارکونو جوړولو په موخه د هڅو ډاډ ورکړی دی.

سیف‌الدین معتصم چې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس دی طلوع‌نیوز ته و ویل: «له بده مرغه دا نه شو ویلای چې په جوزجان کې ډېر پارکونه لرو چې غوره دي، هیله لرو چې په نږدې راتلونکي کې جوړ شي. اسلامي امارت ورته پام دی ځکه دا د ښار ښکلا او رونق دی.»

بلخوا یوې ډلې ځوانانو د اختر په ورځو کې د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره له کندز ولایته د بدخشان بهارک ولسوالۍ ته تللي دي ترڅو د اختر رخصتۍ په ښه ډول تېرې کړي.

عطاءالله چې د کندز اوسېدونکی دی وویل: «له دوستانو سره تخار او بیا فیض‌آباد ته راغلو او وروسته بهارک ولسوالۍ ته. په دې ډول چکر وهو.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې نږدې کلونو کې د امنیت د تامین سره، په هیواد کې داخلي ګرځندوی په بې ساري ډول زیات شوی دی.

ورته مهال د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښار د ښکلو او تفریحي پارکونو جوړولو په موخه له هڅو ډاډ ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه