د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال په دغه ولایت کې د وریجو حاصلات دیرش سلنې زیاتوالی ښيي.
د کندوز یو شمېر کروندګر د وریجو حاصلاتو ډېرېدو ته خوشحاله دي خو له مسوولینو غواړي چې ورته کیمیاوي سره او نباتي آفتونو ضد درمل ورته ووېشي.
کروندګر عبدالمجید طلوع نیوز ته و ویل: « اوس شکر دی اوبه شته خو د که د کیمیاوي کوډ په اړه ووایم له حکومت څخه زموږ د کروندګرو غوښتنه دا ده چې موږ چې دوا او کوډ اخلو کیفیت یې کم دی او بیې یې لوړې دي چې کروندګرو پکې زیان ویني.»
کروندګر غلام رسول و ویل: « له خلکو سره دې د کیمیاوي کوډ او نورو برخو کې مرستې وشي ترڅو کروندګرو په خپلو پښو ودریږي. که کروندګر ضربه وګوري هغوی نور هم کمزروي کیږي.»
بلخوا د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي روان لمریز کال کې دغه ولایت کې له ۴۹ زره ډېره هکتاره ځمکه باندې شولې کرل شوې دي او اټکل کېږي چې د تېر کال په پرتله به یې دیرش سلنه حاصلات زیات وي.
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح الدین واحدي و ویل: « زموږ اټکل دا دی چې سږ کال په کندوز ولایت کې پر ۴۹ زره ۷ سوه ۸۱ هکټار ځمکه باندې شولې کرل شوي چې له نېکه مرغه د تېر کال پرتله چې موږ د اوبو ستونزې لرلې دېرش سلنه زیاتوالی ښیي.»
کندوز د هېواد شمال کې یو کرنیز ولایت دی چې د کرنیزو حاصلات یې په ځانګړې توګه وریجې سرې، باسمتي، مونده، شاه لونګۍ، ایرانۍ، سرده باره، ګرمه باره او نورې وریجې یې له پراخ شهرته برخمنې دي.