له امریکا راغلي یو انجینر د پکتیکا یحیی خېلو ولسوالۍ کې پخپل شخصي لګښت د یو پله د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دا پل ۲۵ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري چې شاوخوا ۸۰ اتیا زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.
د پل جوړونکي امين الله محمود طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: « زه خبر نه وم ځکه زه ۶۰ کاله وروسته دلته راغلم، زه په دې هم نه وم خبر چې میکسر هم شته او که نه خو چې راغلم بیا مې ځینې شان پیدا کړل. د دې پل لګښت تر اوسه پورې تر ۴۵ زره ډالرو اټکل شوی خو ښایي تر ۸۰ زره ډالرو هم پورته شي.»
د سیمې اوسېدونکي د دې پله جوړېدو ته خوښ دي او په خبره يې د سيلابونو پر مهال سيمه کې د پل نشتوالي او روغتون ته پر وخت د نه رسېدو له امله څو مېرمنو خپل ژوند بايللی و.
دوی له نورو شتمنو هم غواړي چې دا ډول د عامه ګټې کارونو ته اوږه ورکړي.
د پکتيکا د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي رشيد و ویل: « چې دا پل جوړ شي موږ لپاره به اسانتیا وي، ناروغان به پر وخت روغتونونو ته ځي او نور توکي به هم په ارزانه راوړل کیږي. د ټولو خلکو او سیمې لپاره اسانتیا ده.»
د پکتيکا د یحیی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ادم ګل و ویل: « چې دلته به اوبه راغلې موږ به تر درې ساعتونو انتظار کاوه چې اوبه کمې شي او موږ پر راتېر شو نو اوس دا پل چې جوړیږي زمو د ټولې ولسوالۍ لپاره غوره کار دی.»
دغه پل د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو سیمه کې جوړیږيچې د پکتیکا درې ولسوالۍ به له مرکز ښرنې او اووه ولسوالۍ له یو بل سره ونښلوي.