په دې غونډه کې به د یوناما مشره د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنی راپور د امنیت شورا غړو ته وړاندې کړي.
له دې سره سم، د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو له دایمي استازي سره په کتنه کې د ښځو لپاره د یوه سوکاله افغانستان په تړاو د یوناما د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د دوحې دریېمې غونډې ته کم او زیات لس ورځې پاتې دي، د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعېت په تړاو غونډه کوي.
په دغه غونډه کې به د ملګروملتونو یا یوناما رییسه روزا اتنبایوا امنیت شورا ته د افغانستان د وضعېت په تړاو درې میاشتنی رپوټ وړاندې کړي.
خو دغه راپور څومره ارزښت لري؟
د سیاسي چارو شنونکي، صدیق منصور انصاري طلوع نیوز ته و ویل: «هیله من یو چې امنیت شورا، د افغانستان او سیمې د هېوادونو په تړاو په دغه غونډه کې خپله پالیسي تخریبي لور ته بدله نه کړي. هغه زبرځواک هېوادونه چې د افغانستان په اړه له تاوتریخوالې ډک پروګرامونه لري باید دغه پروګرامونه یې د ابادۍ په موخه سوله اییز لور ته واوړي.»
د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، عزیز ستانکزي و ویل: «دغه ډول غونډې ښې وي چې جوړې شي او نړۍ هم باید د افغانستان له اوسني وضعیته خبره شي. ملګري ملتونه هم باید د خلکو ذهنونه خلاص کړي. خو که په دغه غونډه کې د افغانستان اوسنی حالت په معکوس ډول وړاندې شي، د حکومت اوسنۍ کړنې به هم تر سوال لاندې راشي او خلکو ته به یې هم زیان ورسیږي.»
په دغه غونډه کې به پر میرمن اتنبایوا سربیره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې استازی او د مدني ټولنې یو استازی هم حضور ومومي.
تر دې وړاندې اسلامي امارت پر یوناما په نیوکې سره ویلي وو چې د ملګرو ملتونو استازولي په افغانستان کې په خپل ماموریت کې بریالۍ نه وه.
ذبیح الله مجاهد له یوناما غوښتي وو چې په خپلو رپوټونو کې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
د امنیت شورا د غونډې له ترسره کېدو سره هم مهاله روزا اتنبایوا په ملګروملتونو کې د متحده عربي اماراتو له استازي سره هم د ښځو او نجونو لپاره د هوسا افغانستان په برخه کې د یوناما د کړنو په تړاو خبرې وکړې.
د ښځو د حقونو فعاله، عالم تاب رسولي وايي: «نړۍواله ټولنه د یوې مسوولې ټولنې په توګه دا مسوولیت لري چې اجازه ور نه کړي چې په هیڅ ځای کې بشري حقونه نقض شي، هغوی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ملګروملتونو یا یوناما په خپل لومړني درې میاشتني رپوټ کې چې د روان زیږدیز کال په مې میاشت کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت تر عنوان لاندې خپور شو په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د نه بدلون په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.