Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د دویم پړاو پیل

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې دویم پړاو نن په کابل کې ترسره شو.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وايي، په دغې ازموینه کې شاوخوا ۱۵ زره داوطلبانو ګډون کړی وو.

د دغې ادارې سرپرست وايي، په دغه ازموینه کې له کابله ۱۵ زره دواطلبانو ګډون کړی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني و ویل: «موږ خوشالیږو چې ټول په دغه ازموینه کې بریالي شي او هیڅکله نه غواړو چې څوک بې نتیجه پاتې شي، موږ د چا په ناکامۍ نه خوشالیږو، د یوه کس ناکامول یوازې هغه ته نه بلکې هېواد ته هم زیان رسوي.»

ورته مهال د کابل پوهنتون رییس د افغان استادانو له لوري د نږدې پنځوس ښوونیزو نصابونو له بیا کتنې خبر ورکوي او ټینګار کوي چې دغه نصاب به په روان کال کې پلی شي.

اسامه عزیز ټینګار کوي چې د نویو پوهنځیو پر جوړو کار پیل شوی چې له دې ډلې په کابل پوهنتون کې د ګرځندويي پوهنځۍ جوړېدو ته نږدې شوې ده.

د کابل پوهنتون رییس، اسامه عزیز وايي: «د نویو پوهنځیو د جوړولو لپاره کار روان دی. د بېلګې په توګه په کابل پوهنتون کې د ګرځندوی یا د توریزم صنعت په نوم د یوه پوهنځي د جوړېدو کار بشپړ شوی او ژر به رامنځته شي.»

بل لور ته د ازموینې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې د کانکور ازموینې د انلاین کولو برخه کې ګام پورته کړي.

دوی وايي چې باید له نجونو هم د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د کانکور ازموینې ګډونوال، حامد وايي: «که په انلاین بڼه ازموینه واخیستل شي، ډیر به ښه شي. ځکه ډیری زده کوونکي په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او په کافي اندازه امکانات نه لري. که دغه پروسیجر په انلاین بڼه شي، ډیر به ښه شي.»

نصیب یو بل ګډون کوونکی وايي: «موږ غواړو چې خویندې مو هم زده کړې وکړي او تعلیم ولري او ځکه سبا ورته زموږ اړتیا ده، او څرنګه چې موږ غواړو ازموینه ورکړو او لوړې زده کړې وکړو، هغوی هم همداسې غواړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منع شوي او هغه زده کوونکې چې له دولسم ټولګې فارغې شوي د کانکور ازموینې اخیستو او لوړو زده کړو په تمه دي.

شریک یي کړئ