Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې افغانستان ته ۲۱ ټنه بشري مرسته راستولې دي

روسیې له افغان ولس سره د مرستو په موخه د ۲۱ ټُنه بشري مرستو له رالېږلو خبر ورکړی دی.

د راپورونو لمخې، په دغو مرستو کې له خوراکي توکي سربېره د اړیتا وړ نور توکي هم شامل دي.

اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو او په ځانګړې توګه د روسیې مرستې اغېزناکې ګڼي او همداراز په راڼه توګه د دغو مرستو له وېشنې هم ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «موږ د روسیې له مرستو مننه کوو او دا یوه انساني او بشري همکاري بولو. پرته له شکه به هغو کسانو ته رسیږي چې اړ دي او بې وزلي دي.»

سلیمان چې د خپلې ۹ کسیزه کورنۍ سرپرست دی وایي چې د کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره اړ دی له سهاره تر ماښامه د واټ پر غاړه کار وکړي.

نوموړی چې له اقتصادي ستونزو او بیکارۍ کړیږي د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستې غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی، سلیمان وايي: «په کور کې ۹ کسان یو، د کور لپاره پر دغه لاس ګاړي د هغوی لپاره کار کوم، دوه زامنو مې په ځانمرګي برید کې خپل ژوند بایللی دی.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي، شاه نظر و ویل: «له اسلامي امارت غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

بل لور ته د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو لپاره د روسیې فدرال اژانس له افغانانو سره له ۲۱ ټنه بشري مرستو خبر ورکړی دی.

د ټاس خبري سرچینې له مخې، یاد بنسټ زیاته کړه چې د دغې پروژې په برکت په تیرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او دا به له افغانانو سره د مرستې رسونې د زیاتوالي او دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکو اړیکو بیا رغاونې هم زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: «دا مرسته په اوس کې د هغو کورنیو لپاره چې ناداره دي او بې وزلې دي، ګټورې تمامیږي. خو له دغو هېوادونو غواړو چې موږ ته د تخنیکي لارې تګ راتګ هم برابر کړي.»

د خوړو د نړیوال پروګرام د وروستي راپور لمخې دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه کسان نه پوهیږي چې د دویم وخت خواړه یې له کومه کیږي او خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستي راپور لمخې دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه کسان نه پوهیږي چې د دویم وخت خواړه یې له کومه کیږي.

شریک یي کړئ