Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لاوروف: د ټولیز امنیت تړون غړي د ا.ا له حکومت سره د خبرو اترو غوښتونکي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په قزاقستان کې د ټولیز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د معنا لرونکو خبرو اترو غوښتونکي دي.

ښاغلي لاوروف په دغې غونډه کې زیاته کړې چې، دوی د واقعي پروژو د عملي کولو په موخه له سرپرست حکومت سره د لاثبات لرونکي، دوامدارو او بنسټيزو خبرو غوښتونکي دي.

ښاغلي لاوروف دغه راز ټینګار کړی چې، له افغانستانه د ګواښونو د رامنځته کېدو خطر لاهم له منځه نه‌دی تللی.
              
د روسیې د بهررنیو چارو وزیر ویلي:«په ټولیزه توګه، موږ د طالبانو له حکومت سره چې، په واقعیت کې هېواد یې په کنټرول کې دی، د واقعي پروژو د پلي کولو په موخه د لا ثبات لرونکو، دوامدارو او بنسټیزو خبرو غوښتونکي یو. دا د بحثونو په لړ کې غالب نظر و چې، نن یې تاسو ته وایم. د طالبانو حکومت له دغو ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او موږ له دې مبارزې سره مرسته مهمه ګڼو.»

که څه هم اسلامي امارت د دغو هېوادونو د معناداره خبرو د غوښتنې په تړاو څه نه‌وایي؛ خو د افغانستان له خاورې اندېښنې بې بنسټه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې، افغانستان تر پخوا ډېر خوندي او باثباته شوی دی.
             
ښاغلي مجاهد وویل:«افغانستان د پخوا پرتله په ځلونو امن، ثبات لرونکی شوی او داعش ښکارنده چې، له پخوا دلته پاتې وه، د له‌منځه وړلو په حال کې دی. درېیمه دا چې دلته هېڅ خپل‌سرې بهرنۍ ډله شتون نهذلري او د فعالیت اجازه هم نه‌لري. نو د اندېښنې څرګندول سم نه‌دي.»

اوس پوښتنه دا ده چې، له افغانستانه د ګواښونو د دوام په تړاو د هېوادونو د اندېښنې لامل څه کېدای شي؟

د نظامي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي:«د روسیې او د ګاونډیو د اندېښنې اصلي دلیل دا دی چې، ستر هېوادونه لکه امریکا او ټول لوېدیځ هېوادونه د افغانستان له خاورې ترهګر ونه‌روزي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د روسیې، تاجیکستان پاکستان، قرغیزستان، قزاقستان او بېلاروس د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې د ټولیز امنیت تړون د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا غونډه د جمعې په ورځ د قزاقستان په الماتا ښار کې وشوه.

شریک یي کړئ