Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت کوونکي: پاکستاني پوځيان د شپې لخوا زموږ پر کورونو چاپې اچوي

د چمن پرلت کوونکي وایي تازه پاکستاني ځواکونو د دوی پر کورونو په شخصي جامو کې د شپې لخوا د چاپو اچولو لړۍ پیل کړې ده.

پرلت کوونکو د يوې خبري ناستې پر مهال وايي، د پاکستان ځایي امنیتي ادارې غواړي د پرلت کوونکو غږ چپ او د چمن حالت خراب کړي.

دوی خبرداری ورکوي چې، له دې وروسته هره پېښه چې رامنځته شوه مسوولیت یې د پاکستان د امنیتي بنسټونو پر غاړه به وي.

د چمن پرلت مسوول عبدالمنان وايي:«موږ سرکار ته په چلنج سره وایو چې، خپل ناوړه کړنې، د خلکو پر کورونو او د پرلت پر غړو شپنۍ چاپې بندې کړي، کنه بیا به د رامنځته کېدونکو حالاتو مسوول دولت وي.»

د چمن پرلت غړي فیض‌الله هم وویل:«که پر موږ په شخصي کالو کي چاپې، د پرلت د غړو نیونه او ځورونه ونه درول شي، نو موږ به چمن کې د ځايي امنیتي ادارو مخته پرلت پیل کړو.»

 د چمن پرلت د رهبرۍ د کمېټې ځينې غړي بيا د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ د پنځمې او د جون میاشتې شپږمې نېټې پېښو چې، درې پرلت کوونکی په‌کې ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول د څېړنې ترڅنګ د خپلو زنداني ملګرو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د چمن پرلت غړی شېرعلي پاچا څرګندوي:«زه غواړم دا خبره وکړم چې، د چمن ښار امنیتي مسوولان د درېیو اوسېدونکو د وژنې او ۴۰ نورو د ژوبلېدو عاملين دي، له دوی باید څېړنې وشي او له دندو لرې شي.»

د چمن پرلت غړی عبدالخالق سني هم وايي:«موږ له امنیتي ادارو د پرلت د ویاند، د پرلت مشر، درېیو نور غړو او یو شمېر نورو کسانو چې، پوځي مرکزونو کې بندیان دي د خوشې کېدو غوښتونکي یو.»

د چمن پرلت کوونکي وایي د سپين بولدک - چمن پر دروازه د پخوا په شان پر تذکرې او شناخت کارت يې تګ راتګ بنسټیزه غوښتنه ده او دې موخې ته د رسېدو لپاره به یې مبارزه روانه وي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه