Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د نیکاراګوا سفیر له ټاکل کېدو د اسلامي امارت هرکلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرپاڼه کې د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د سفیر له ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه وزارت په چین کې د اسلامي امارت سفارت ته لارښوونه کړې، ترڅو په بیجینګ کې د نیکاراګوا له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي:«د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا جمهوریت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو رامنځته کېدل مثبت پرمختګ بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې لېوالتیا وړ برخو کې د اړیکو د لا زیاتې پراختیا هیله کوي.»

له دې مخکې، د نیکاراګوا رسنیو راپور ورکړی چې، دغه هېواد مایکل کمپل په افغانستان کې د خپل نا استوګن سفیر په توګه ټاکلی دی.

د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیاله د دغه هېواد د سفیر ټاکل کېدل تاییدوي او زیاتوي چې، په چین کې به يې سفیر له بیجینګه د افغانستان چارې سمبالوي.

د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیاله روزاریو موریلو څرګندوي:«موږ د افغانستان اسلامي امارت، خلکو او حکومت څخه مننه کوو چې، زموږ له ملګري مایکل کمپل سره یې رضایت ښودلی دی.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج هم وايي:«هر هېواد چې ډپيلوماټیکې اړیکې ټينګوي د افغانستان په ګټه دي. د دې سربېره چې نیکاراګوا کوم اغېزناک هېواد نه‌دی، دومره اغېز به ولري چې، نور هېوادونه هم اړیکې ټينګې کړي.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د سفیر ټاکل له هېوادونو سره د تعامل د لا پراخېدو او د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو کې مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس خان ځاځی څرګندوي:«هر هېواد له هرې وچې چې د افغانستان لپاره سفیر وټاکي، یا په خپل هېواد کې د افغانستان سفیر ومني، په دې معنا دی چې په یو ډول له افغانستان سره تعامل کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم وايي:«هغه هېوادونه چې د تاریخ په اوږدو کې موږ له هغوی سره دایمي اړیکې لرلې دي، ځکه چې افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له لومړنیو بنسټ اېښودونکو دی، کولای شي له افغانستان سره تعامل وکړي.»

نیکاراګوا د مساحت له مخې د مرکزي امریکا تر ټولو لوی هېواد دی او د دغه هېواد پلازمېنه ماناګوا ده. دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد په افغانستان کې خپل نا استوګن سفیر ټاکي.

شریک یي کړئ