یو شمېر هېوادوال د پاکستان د ویزې د غوښتنې پر مهال د رد ځواب پر ترلاسه کولو نیوکې لري.
دوی وايي، د پاکستان د ویزې د اخیستو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او د میاشتو میاشتو په تمه پاتې کېدو سره د دغه هېواد د ویزې په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ افغانان د بیلابیلو علتونو په ځانګړي توګه د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ورته سفر کوي.
عبدالرزاق وايي، چې مېرمن يې پر سرطان اخته ده او یو ځل پر دې بریالی شوی چې د ټوکن په اخیستو سره خپله مېرمن د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي، خو اوس څلوېښت ورځې کیږي چې د پاکستان د وېزې غوښتنلیک یې سپارلی، خو ویزه نه ده ورکړل شوې، هغه خپلې ستونزې داسې بیانوي.
د پاکستان د وېزې غوښتونکی، عبدالرازق وايي: «له دې سره سره چې د ناروغانو لپاره ویزې ورکول کیږي، موږ باید واکسین هم وکړو. اوس دا چېرته واستوو، چې ښځه هم ده.»
یو شمېر نور هېوادوال هم له سرپرست حکومته غواړي چې په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره د پاکستان د ویزې د ستونزې د حل لپاره اغېزناکې خبرې وکړي.
د پاکستان د وېزې غوښتونکی، افضل وايي: «موږ غوښتنه کړې او کاش چې ویزه را ووځي او د درملنې په موخه پاکستان ته ولاړو شو. خو څومره باید صبر وکړو؟ ۶ میاشتې که یو کال؟.»
ویس الدین له دیارلس کلونو راهیسې په کابل کې د پاکستان د وېزې د غوښتونکو لپاره د وېزې اخیستنې یو دفتر جوړ کړی دی.
دی وايي چې اوس د پاکستان د وېزې ډېری غوښتنې ردېږي او دا کار د سیاحتي شرکتونو د ځوړ او د تور بازار د غوړېدو لامل شوی دی.
د سیاحتي شرکت مسوول، ویس الدین وايي: «مخکې به مو ویزې لپاره ثبت کاوه، له ۴ تر لسو ورځو به یې وخت نیوه، اوس له یوې تر یوې نیمې میاشتې وخت نیسي.»
د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول، عبدالصمد هم و ویل: «تور بازار زموږ کار و بار خراب کړی دی. سفارت ناروغانو او ځوانانو ته ویزې نه ورکوي.»
خو پر دې بریالي نه شوو چې د پاکستان له لورې د هېوادوالو د وېزې د غوښتنې د رېدېدو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت نظر ترلاسه کړو.