د پکتیا څمکنيو ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه پر يوه کور د غره ښویېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ژوند بایللی دی.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي چې، د دې کورنۍ یوازې مور او پلار ژوندي پاتې دي.
د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نثار احمد نجات وايي:«تېره شپه ۱۱:۳۰ دقیقې د پکتیا ولایت څمکنيو ولسوالۍ په اورګوړ سيمه کې دا پېښه رامينځته شوې او پر دې کور دا غر راښويږي او دی خونه کې اووه کسان په شهادت رسېږي چې، د کلي خلک او د ولسوالۍ مسوولان د پېښې ځای ته رسېږي؛ خو خاوره ډېره ده او ټول کسان په شهادت رسېږي او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.»
عمر خوړلی سمند وايي چې، درې لورګانې، دوه زامن او دوو لمسیانو یې ژوند بایللی دی:«زه د يو مريض پوښتنې ته تللی وم ناوخته راغلم او زه په حجره کې ويده شوم يو دم لوړ غږ وشو چې راووتم غر پر کور راښویېدلی و او ټول اولادونه مې ترې لاندې شوي وو.»
بلخوا د دې سیمې اوسېدونکي وايي، دا کورنۍ بېوزله او د ګټې وټې څوک نهلري او له مسوولانو غواړي چې، د دوامداره مرستې ترڅنګ، سرپناه ورته جوړه کړي.
د سیمې اوسېدونکي همدا راز راتلونکي کې د غره احتمالي لوېدو ته اندېښمن دي او له اړوندو مسوولانو غواړي چې، د خلکو د خوندیتوب په موخه اړین ګامونه اوچت کړي.
د سيمې اوسېدونکي محمد ايوب وویل:«کله چې دا پېښه وشوه د کلي خلکو په بېلچو او کلنګ دا خلک راوويستل خو ټولو ژوند بايللی و، دا خلک ډېر بې وزله دي له مسوولانو مو غوښتنه دا ده چې، مرسته ورسره وکړي او د کور په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.»
د سيمې بل اوسېدونکی ستار هم وايي:«په دې سيمه کې تر دې بېګانۍ غمجنه پېښه نهده رامينځته شوې کله چې، موږ راغلو ډېرې خاورې پرې رالوېدلې وې چې، څومره هڅه مو وکړه خو؛ دا خلک مړه شوي وو.»
د سيمې اوسېدونکی عابدالله څرګندوي:«دا پورته غر راتلونکي کې شايد راولوېږي ډېر کورونه نور هم په خطر کې دي نو له امارت او موسساتو څخه زموږ غوښتنه ده چې، د دې غره د رالوېدو مخه ونيسي او د دې کورنۍ سره هر ډول مرستې وکړي.»
دا پېښه پکتیا کې داسې مهال رامنځته کېږي چې، څه موده وړاندې د دغه ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې هم پر یوه کور د غره ښویېدو له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی و.