Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ولایتونو او د استخباراتو په عمومي ریاست کې نوې ګومارنې

د اسلامي امارت د رهبر د تازه فرمان پر بنسټ په ځینو ولایتونو او د استخباراتو عمومي ریاست کې یو لړ نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د نیمروز مخکینی مرستیال والي، عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه، د خوست مخکینی والي، بسم الله عبدالله د استخباراتو د اداري او تامیناتي مرستیال په توګه او د کورنیو چارو وزارت د مالي او بودیجوي ریاست مخکینی رییس، محمد وزیر د غزني پېښو ته د رسېدو ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

ورته مهال، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي وايي، د سرپرست حکومت په بنسټونو کې ادلون - بدلون د حکومتوالۍ یو اصل دی او په دې بدلونونو کې باید تخصص او وړتیا په پام کې ونیول شي.

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک طلوع‌نیوز ته وايي:«د قانون پر بنسټ، هغه څوک چې د وزیر، معیین او والي په توګه ګومارل کېږي، باید د نورو پرتله متمایزه وي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم څرګندوي:«کاش که داسې وای چې پر ځينو دندو نوې څېرې ګومارل کېدای او تکراري کسان له یوه ځای څخه پر بل ځای ګومارل کېږي. افغانستان کې ټولو تېرو حکومتونو تکراري کسان تغییر او بدلول.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت رهبر په وزارتونو، ولایتونو، ریاستونو، ولسوالیو او نورو ادارو کې ادلون - بدلون او ګومارنې کړې دي.
 
د سیاسي چارو ځينې شنوونکي وايي، د سرپرست حکومت په بنسټونو کې ادلون - بدلون د حکومتوالۍ یو اصل دی او په دې بدلونونو کې باید تخصص او وړتیا په پام کې ونیول شي.

شریک یي کړئ