Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خواجه اصف: له افغانستانه د امریکا له وتو سره، سیمه کې ترهګري کمه شوې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې ترهګري ډېره کمه شوې او اوس د دغه هېواد خاوره امنه ده.

د ښاغلي اصف زیاته کړې چې، د افغانستان سرپرست حګکومت باید له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځينو کړنلارو ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ځیني حل لارې پاکستان ته ویلي او باید د دغو حل لارو ملاتړ وشي.

د پاکستان د دفاع وزیر ډان‌نیوز ته ویلي:«کله چې، امریکا له افغانستانه ووتله او کابل د طالبانو لاس ته ورغی، نو په سیمه کې ترهګري ډېره راکمه شوې ده. اوس هاغسې نه‌ده لکه څومره چې، پخوا د امریکا د شتون پرمهال وه. اوس د افغانستان خاوره امنه ده؛ خو بهر ترهګري ده چې، کله په روسیه کې او کله زموږ او نورو هېوادونو کې راڅرګندېږي.»

خو تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې وه چې، د ترهګرو پټن‌ځایونه په افغانستان کې دي.

خواجه محمد اصف ویلي وو:«په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه افغانستان کې ده او زموږ له هڅو سره سره کابل په دغې برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی؛ خو د ترهګرو د پټن‌ځایونو په تړاو د معلوماتو له لرلو سره بیا هم په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ډاډ ورکوي، چاته به اجازه ورنه کړي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ښاغلي قانع وویل:«چا ته اجازه نه‌ورکوو چې، د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد وکاروي. او دا مو په عمل کې هم ثابته کړې ده. هڅه کوو چې د سیمې د امنیت په ټینګښت کې له نورو هېوادونو سره ښه همغږي ولرو.»

د پوځي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې، پاکستان باید د افغانستان په اړه له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.

د پوځي چارو شنونکی صادق خان شینواری طلوع‌نیوز ته وايي:«د پاکستان دغه ضد او نقیضې څرګندونې استخباراتي موخې لري. دا چې پاکستان وايي چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي ډلې د فعالیت په له‌منځه وړلو کې همغږي لري، یو ښه ګام دی.»

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی هم څرګندوي:«موږ په ځلونو پاکستان ته ویلي، پنجاب ته مو ویلي چې، د ترهګرۍ په تړاو موږ ته سند وړاندې کړئ. کله چې تاسې د یوه مسلمان هېواد په توګه غواړئ دا ستونزه حل شي، یوه اوږده بحث ته اړتیا لري، راشئ او له موږ سره کېنئ. پاکستان ته باید دا ووایو چې ته د پيدایښت له وخته د انګلیس او لوېدیځ پروژې مخته بیایې.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم نورو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو اسلامي امارت تل د چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.
 
شریک یي کړئ