Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاسپورټ ته لاسرسی؛ خلک بیا هم د وېش پر ټکني بهیر نیوکه کوي

په پلازمېنه کې نن (سې‌شنبې) د پاسپورټ غوښتونکي یوځل بیا د پاسپورټ د وېش بهیر پر ټکني والي نیوکه کوي.

د پاسپورټ ځينو غوښتونکو د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي چې له نوم‌لیکنې د یوه کال په تېرېدو سره، تراوسه هم نه‌دي توانېدلي چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ غوښتونکی شجاع‌الدین وايي:«اته بجې راغلی وم. که‌څه هم وویل شول چې د احکامو لپاره تر ۱۱:۰۰ بجو داخل شئ؛ خو لس بجې وې چې، موږ ته یې ځواب راکړ. تراوسه ولاړ وو او وې ویل چې سبا ته راشئ.»

بلخوا، د پاسپورټ یو شمېر نور غوښتونکي په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي.

د پاسپورټ غوښتونکی محمد رفیع وايي:«د پاسپورټ ستونزه زښته زیاته ده. زموږ غوښتنه همدا ده چې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شي.»

 د پاسپورټ بل غوښتونکي مجتبی هم وویل:«لږ تر لږه خلک باید په یوې میاشت کې وکړای شي چې خپل پاسپورټ ترلاسه کړي. له حکومته غواړو چې په دې برخې ته ځانګړی پام وکړي.»

له پرله‌پسې هڅو سره سره، ونه توانېدو چې، په دې تړاو د پاسپورټ عمومي ریاست ځواب ترلاسه کړو.

خو تر دې وړاندې د پاسپورټ عمومي رييس کندهار ته د خپل سفر پرمهال ويلي و، هڅه کوي چې، د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې د خدمتونو د وړاندې کولو بهير چټک کړي.

هم‌زمان برخی دیگری از درخواست کننده‌ها از امارت اسلامی خواسته‌اند که روند توزیع پاسپورت را در کابل شتاب بخشد.

شریک یي کړئ