د برېښنا شرکت ویلي چې، په هېواد کې د برېښنا د تولید د زیاتوالي لپاره، په څلورو ولایتونو کې د بادي او لمریزې برېښنا پر شپږو پروژو کار کوي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي ویلي چې، د دغې ادارې په پنځ کلن پروګرام کې، ټاکل شوې چې، زر مېګاواټه برېښنا په کورنيو تولیداتو کې اضافه شي.
د بادي او لمریزې برېښنا د تولید پر پروژو، په کابل، ننګرهار، بلخ او هرات ولایتونو کې کار کېږي.
د افغاستان برېښنا شرکت ویاند وايي:«په ټول کې موږ یوه پنځه کلن سټراټېژيک پروګرام لرو او هڅه کوو چې، د دغه پروګرام له عملي کولو سره، وکړای شو د برېښنا په کورني تولیداتو کې زر مېګاواټه برېښڼا زیاته کړو.»
د افغاستان برېښنا شرکت پخوانی رییس بانکي محدودیتونه او تضمیناتي ننګونې د بهرنیو پانګوالو شرکتونو له مهمو اندېښنو ګڼي او زیاتوي چې، بهرني شرکتونه په افغانستان کې د مالي او بانکي تضمینونو په لټه کې دي څو وکړای شي په هېواد کې د بادی او لمریزې انرژۍ په تولید کې پانګونه وکړي.
د برېښنا شرکت پخوانی رییس امانالله غالب څرګندوي:«اړتیا ده چې، د افغانستان دولت پر خپلو کورنیو سرچینو ډېره پانګونه وکړي او د پولي، بېخبنايي او مالي تضمیناتو سربېره د پانګوالو امنیت ته هم زمینه برابره کړي. په دغه حالت کې مطمین اوسئ چې، کورنۍ پانګوال له بهرنۍ مرستې سره، په افغانستان کې پانګونه وکړي.»
بلخوا، یو شمېر کارپوهان د لمریزې او بادي انرژۍ د پروژو ساتنه او بیارغونه له زیانه ډکه ګڼي او له اسلامي امارته چې، په هېواد کې د انرژۍ د تولید لپاره د اوبو د بندونو پر جوړولو پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد اصف ستانکزی وايي:«زه فکر کوم چې په ټول کې د بادي او لمریزې برېښڼنا ساتل، بیارغونه زیانمنونکې ده. کهچېرې اسلامي امارت د دې پر ځای پر اوبیزې برېښنا فکر وکړي، دا به ګټوره وي.»
شمېرې ښيي، چې، افغانستان د ۲۳ زره مېګاواټه اوبيزې برېښنا، ۲۲۲ زره مېګاواټه لمریزې برېښنا، ۵۸ زره مېګاواټه بادي برېښنا او د ډبرو سکرو له لارې د څه باندې څلور زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.