په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي چې، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او پاکستان هیله لري چې یو اعشاریه پنځه مېلیونه ثبت شوي کډوال د ملګرو ملتونو سازمان په مالي ملاتړ ډېر ژر خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان دایمي استازي د یاد سازمان د ټولنیزې او اقتصادي شورا په غونډه کې ویلي چې، په زرګونه نور کډوال له د مېشتېدو له هر ډول اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه:«پاکستان به په دغه هېواد کې د ټولو هغو کډوالو په اړه خپل قوانین چې، په غیر قانوني توګه مېشت دي پلي کړي، موږ دغهراز هیله من یو چې، اوس په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، یو اعشاریه پنځه مېلیونه ثبت شوي افغان کډوال ژر تر ژره د ملګروملتونو په مالي ملاتړ خپل هېواد ته ساتنه شي.»
ورته مهال، په پاکستان کې ځینې افغان کډوال، د پاکستاني پولیسو له لوري د محدودیتونو او ځورونې له زیاتوالي شکایت کوي.
بې برخلیکه حالت، د ویزو نه تمدېدل، اقتصادي ستونزې او له تاوتریخوالي سره مل نیونې نورې ستونزې دي چې، په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخ دي.
په پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند طلوعنیوز ته وویل:«د پولیسو له خوا ځورونه، د ماشومانو لپاره د ښوونځي نشتوالی، د کافي اسنادو نشتوالی د افغان کډوالو له ننګونو څخه دي.»
په پاکستان کې افغان کډوال میر حسین هم وايي:«د پاکستان دولت په ځانګړې توګه امنیتي برخو پر کډوالو له حده زیات فشارونه زیات کړي دي، په ځانګړې توګه پر ناقانونه کډوالو، له بده مرغه نیسي وهي ټکوي او بالاخره یې وباسي.»
بل لور ته د افغانستان لپاره د ملګروملتونو بشري صندوق له ګاونډیو هېوادونو د بیرته را ستنېدونکو وضعیت او د بې ځایه شویو اړتیاو ته د رسېدنې لپاره د یوې کمېټې له جوړولو خبر ورکړی دی.
د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی څرګندوي:«کډوالي د انسانانو د مشروع حق په توګه منل شوی. په نړۍوالو قوانینو کې د بشري حقونو د مهمې برخې په توګه ثبت شوی. کوربه هېواد باید له هغو کډوالو سره چې په دغه هېواد کې مېشت دي بشرپاله چلند وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستو په لومړي پړاو کې له دغه هېواده نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال په اجباري ډول را و ایستل شول.