Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۳مې ناحیې اوسېدونکي: د کورونو د استملاک پیسې نه دي را کړای شوي

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي د دوی د جایدادونو د استملاک پیسو له نه ورکړې شکایت لري.

دوی له کابل ښاروالۍ غواړي چې، د دوی د کورونو د استملاک پیسې ورکړي.

د ۱۳مې ناحیې اوسېدونکی، خالق داد حسیني وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره موږ ته زموږ پیسې وي او که بله ځمکه وي، هرڅه وي راکړي څو موږ هغه د خپل ژوند او کار په برخه کې ولګوو او یو بل ځای کور ونیسو، نوی ژوند پر مخ یوسو.

له دې سره سم، د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په دغې ناحیې کې څه باندې ۵۸۰ جایدادونه استملاک شوي او د یادو استملاک شویو جایدادونو د پیسو له ورکړې ډاډ ورکوي.

د دغې سېمې ځینې نور اوسېدونکي چې کورونه یې د ښاروالۍ له لوري استملاک شوي وایي د خپلو کورونو د خوشې کولو لپاره کافي وخت نه دی ورکړل شوی او د خپلو کورونو د استملاک پیسو د ژر تر ژره ورکړې غوښتنه کوي.

د ۱۳ ناحیې اوسېدونکی، چمن شاه وايي: د خلکو غوښتنو ته باید پام وشي، یانې د استملاک فورمې یې په قاچاقي ډول راوړې دي. د پنځو دقیقو په ترڅ کې یې د شپې راوړې دي، یانې پنځه دقیقې هم نه دې شوي او خلکو ته یې ویشلي دي، چې څوک وو اخیستې یې دي چې څوک نه یو هیڅ، په خیر و خیریت سره.

د ۱۳ ناحیې د ګذر شورا رییس، نور محمد سروري و ویل: ځینو خلکو ته هیڅ قانوني وخت نه دی ورکړ شوی او هیڅ مالومات نه دي ورکړ شوي، په قانون او مقرراتو کې دا دي چې لومړی د خلکو کورونه استملاک شي او لږ تر لږه د خلکو د پیسې جبران شي، وروسته له هغې دوی کولای شي تخریب یا ویجاړی وکړي.

له دې سره د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې په دغه ناحیه کې څه باندې ۵۸۰ ملکیتونه استملاک شوي او دغه راز د استملاک شویو ځایونو د بشپړ لګښت له ورکړې هم ډاډ ورکوي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: دا یو شل میاشتنۍ پروژه ده چې الحمدالله کار پرې پیل شوی دی او په لار کې یې چې کوم څه باندې ۵۰۰ کورونه راځي هغه استملاک کیږي. د قانون پر بنسټ دغه کسان لومړی خپلې نغدې پیسې د کور ودانولو لپاره اخلي او چې بیا د ملکیت تثبیت وشي، بیا به ځمکه ورکړ شي. ټول اسناد اوس طی مراحل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ ویلي وو په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې به په پلازمېنه کې د څه باندې ۴ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶۵ پروژې عملي کړي.

په دغو پروژو کې د سړکونو، کانولونو، زرغونو سېمو او ځینو نورو پروژو رغاونه شامله ده.

له دې سره سم، د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په دغې ناحیې کې څه باندې ۵۸۰ جایدادونه استملاک شوي او د استملاک شویو جایدادونو د پیسو له ورکړې ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه