Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: مسکو افغانستان کې د "طالبانو" له پرمختګه خبر و

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وایي، روسیه اته کاله وړاندې پوهېده چې "طالبان" به افغانستان کې واک ترلاسه کوي. 

ضمیر کابلوف څرګندوي چې، واک ته تر رسېدو وړاندې هم روسیې له "طالبانو" سره ښې اړیکې لرلې. 

کابلوف زیاته کړه: « پرېږده چې ووایم چې اته کاله مخکې له دې چې پر افغانستان واکمن شي، پوهېدو چې ټول افغانستان به ونیسي.» 

هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي امارت د نړۍوالې ترهګرۍ لمنځه وړلو لپاره نورې هڅې هم وکړي. 

ښاغلی کابلوف په دې باور دی چې سرپرست حکومت د خامو نشه یي توکو د کمولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. 

ضمیر کابلوف د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په حواله "طالبان" د افغانستان واقیعت یاد کړ او زیاته یې کړه چې که افغانان دوی نه غواړي نو خپل قوانین دې بدل کړي. 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي و ویل: « دا چې طالبان، لکه څنګه چې زموږ ولسمشر وایي، د هغو نظرونه وڅارئ، واقعیت دي او یو هېواد اداره کوي. که افغانستان دوی نه غواړي، نو دا د افغان ملت مسوولیت دی چې خپل قوانین بدل کړي.»

ضمیر کابلوف همدارنګه ویلي، اوس "طالبانو" سره د نړۍ د اړیکو عادي کولو وخت را رسېدلی او په خبره یې، دغه موضوع یوازې روسیې ته نه، بلکې د سیمې ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه هند ته ډېره مهمه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه