Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاوخوا ۹۵۰ بې ځایه شوي خپلو ولایتونو ته استول شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خپلو ولایتونو ته د ۹۵۰ بې ځایه شویو کورنیو له لېږدولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دغه کورنۍ په درېیو میاشتو کې خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: «په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۹۵۰ بې ځایه شوي بېرته خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي او هغه کسان چې پاتې دي پر هغوی ماسټر پلان پلی کیږي او حکومت غواړي چې هلته ابادي وکړي.

یو شمېر بې ځایه شوي وايي، اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

سردار محمد د تېرو څو لسیزو جګړو له امله له هلمنده کابل ته پناه راوړه.

نوموړی چې اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دی  له سرپرست حکومته  ځينې غوښتنې لري.

 بې ځایه شوی، سردار محمد وايي: «د کارته نو په سرتپه سیمه کې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې اوسېدو، ان ددې حکومت پورې خو اوس یې راباندې کور رانسکور کړ.»

بل پلو، نور داخلي بې ځایه شوي هم وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو هم غوښتنه کوي، چې په خپلو ولایتونو کې ځمکې او کورونه ورکړي، بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

بې ځایه شوي عبدالغفار وايي: «هغه کسان چې پر کورونو یې نقشه راغلې تر اوسه ورته کورونه نه دي ورکړ شوي او مرسته ورسره نه ده شوې.»

یو بل بې ځایه شوی، دوست محمد وايي: «دلته د مزار، کندهار، ارزګان او هلمند اوسېدونکي دي. هیڅ یو پکې د ماښام ډوډۍ د پیدا کولو وس نه لري. او موږ ته هیڅ ځای هم نه دی راکړای شوی.»

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېر کال کې څه باندې ۷ زره کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ