Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ډېری هېوادونه له افغانستانه د ملاتړ هوډ لري

ذبیح‌الله مجاهد د دوحې درېیمه غونډه د افغانستان لپاره مثبته بللې او ویلي یې دي، هغه څه چې، له دې غونډې تر لاسه شوي له افغانستانه د هېوادونو د ملاتړ روحیه ده.

د دوحې به درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر، په دغې غونډه کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو او نورو مسایلو لکه د نجونو زده‌کړو او د ټولګډوني حکومت د مسایلو هکله خبرې اترې رد کړې دي.

ښاغلي مجاهد چې د ځينو خبریالانو په منځ کې خبرې کولې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل غیر ضروري بللي دي.
                
د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي مشر زیاته کړه:«په دغې غونډه کې مو یو څه درک کړل چې د نړۍ ډېری هېوادونه د افغانستان د ملاتړ هوډ یا نیت لري او بله دا چې، موږ د افغانستان په چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه نه‌ورکوو او په هوايي حریم کې چې کله ناکله الوتکې راځي، دا تېری دی چې، موږ هغه غندو او نه یې منوو.  یعنې دا مسایل د افغانستان کورنۍ مسایل دي او نه غواړو چې، د نورو هېوادونو خولو ته ولوېږي، افغانان حق لري چې، له خپل نظام څخه غوښتنې ولري.» 

دغه‌راز د اسلامي امارت پلاوي د دوحې د غونډې په څنډه کې د ایران، پاکستان او قطر له ځانګړيو استازو سره هم وکتل.

ویل کېږي چې، د هېوادونو تر منځ ګډ مسایل، د افغانستان د پرمختګونو څېړل او د اړیکو پیاوړتیا په دغو حاشیوي کتنو کې د بحث وړ موارد وو.

ذبیح‌الله مجاهد وايي:«په دواړو هېوادونو پورې ټول اړوند مسایل مطرح کړل او هغوی ژمنه وکړه چې پيغامونه خپلو هېوادونو ته ولېږدوي او موږ هم پيغامونه خپلو مشرانو ته ورسوو.»                      

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازی طلوع‌نیوز ته وایي چې د نړۍ او سیمې ډېری هېوادونه پر دې باور دي چې، د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان په تړاو د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره تعامل او د خبرو دوام ته اړتیا ده. هغه د دوحې له نورو غونډو سره د دې غونډې توپير د اسلامي امارت د پلاوي حضور بولي.

یو شیاویونګ زیاته کړې:«زه ګورم چې، د سیمې هېوادونه او د نړۍ ډېری هېوادونه دواړه پر دې باور دي چې، باید له طالبانو سره د خبرو لپاره تعامل وکړي، څو دواړه لوري د امریکا او ناټو له شل کلن اشغال وروسته په ګډه د افغانستان د سولې، ټيکاو او بیارغاونې لپاره کار وکړای شي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوشنبې په ورځ په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې، هېوادونو او ملګرو ملتونو په وار وار له اسلامي امارته د ټولګډوني حکومت د جوړېدو، له ترهګرۍ او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او په افغانستان کې قومي لږکیو ته د ونډې پر ورکولو ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ