Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نبنزیا:«طالبان»باید د افغانستان اوسنیو واکمنو په توګه له پامه ونه‌غورځول شي

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دایمي استازی واسیلي نبنزیا وايي، طالبان د افغانستان اوسني واکمن دي او په دې حقیقت باید سترګې پټې نه‌شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دایمي استازی زیاتوي:«طالبان د افغانستان اوسني واکمن دي او موږ تل ویلي چې، په دې حقیقت باید سترګې پټې نه‌شي او له هغو سره باید د واقعیت په توګه چلند وشي. ستاسې د دې پوښتنې په ځواب کې چې، روسیه پر طالب چارواکو د بندیزونو له لرې کولو څومره لرې ده. باید و وایم چې، زه تاسې ته څرګند ځواب نه‌شم ویلای؛ خو دومره ویلای شم چې، څه نا څه مې اورېدلي او که په عمومي ډول خبرې وکړو، نو دا ډېره ښه شوه چې، طالبان د دوحې غونډې ته را وبلل شول.»

ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې، پر افغانستان د بانکي بندیزونو لامل په دغه هېواد کې بشري حقونو ته نه پاملرنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټېل څرګندوي:«موږ ویلی شو چې، ټام وېسټ دا روښانه کړې چې، په خصوصي بانکونو د بندیزونو لامل د طالبانو له لوري بشري حقونه ته نه پام دی. موږ پوهېږو چې، طالبان د بندیزونو په اړه اعتراض درلود؛ خو دا موضوع د خزانې وزارت پورې اړوند ده او همداراز موږ افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د روسيې د چارواکي د څرګندونو هرکلی کوي او ټینګار کوي چې، مسکو باید د اسلامي امارت د چارواکو نومونه له تور نوملړه وباسي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«دا د افغانستان د خلکو حق دی چې، د سرپرست حکومت د چارواکو نومونه له تور نوملړه حذف شي او پر افغانستان ټول لګول شوي بندیزونه باید پای ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د روسيې د عدليې او بهرنیو چارو وزارتونو له دې وړاندې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د احتمالي ایستلو په اړه خبر ورکړی و.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې، پر افغانستان د بانکي بندیزونو لامل په دغه هېواد کې بشري حقونو ته نه پاملرنه ده.

شریک یي کړئ