Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحه ۳ غونډې تمرکز؛ د خصوصي سکټور ملاتړ او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه

د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې د دریمې غونډې په پای کې وویل، د کابل پلاوي د اقتصادي مسایلو په اړه خپل نظریات په تفصیل سره د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، د افغانستان له خصوصي سکټوره ملاتړ، له نشه یي توکو سره مبارزه او د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرول هغه مهم مسایل دي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې پرې بحث وشو.

د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر زیاته کړه، چې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په اړه دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم ترسره شوې.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: "د دوحې په غونډه کې د افغانستان له خصوصي سکټور سره د همکارۍ او همدارنګه له نشه‎يي توکو سره د مبارزې او د بدیل معیشت پر ملاتړ خبرې وشوې. له نېکه مرغه په ​​دې غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستان سره خپل ملاتړ څرګند کړ."

د سیاسي او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډی کارلو د افغانستان د خصوصي سکټور د ننګونو په اړه وویل: "د افغانستان خصوصي سکټور د پرمختګ او ودې په لار کې له سترو خنډونو سره مخ دی چې په اقتصاد او معیشت یې ناوړه اغیز کوي. افغانستان د نشه یي توکو د تولید د مخنیوي په برخه کې د پرمختګونو د پراختیا لپاره هم مرستې ته اړتیا لري."

ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړه چې د افغانستان، ازبېکستان، پاکستان او قطر د پلاويو ترمنځ په یوه بله غونډه کې د افغانستان – ټرانس ریل پټلۍ د پروژې د تمویل په اړه هم خبرې وشوې.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: "نن مو د ټرانس-افغان په اړه څلور اړخیزه غونډه درلوده، چې د ازبېکستان ریل پټلۍ له افغانستانه تېرېږي او له پاکستان سره نښلوي او له قطر سره د دې هېواد د مالي مرستو په اړه هم خبرې وشوې. په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، ازبېکستان او قطر استازو هم حضور درلود او ډېر مثبت بحثونه وشول.

د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړي او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وویل: موږ د کوکنارو کښت بند کړی، که دوی له کروندګرو سره بدیلې همکارۍ وکړي او د روږدو درملنه وکړي، موږ به پوه شو چې دوی ژمن دي که همکاري و نه کړي په دې مانا چې ژمن نه دي.

یو شمېر کارپوهان وايي، که د دوحې د درېیمې غونډې ګډونوال له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي، هېواد به د پرمختګ پر لور وخوځېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وايي: "که د دوحې په غونډه کې رښتینې اراده وي او دوی غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، موږ کولی شو دا غونډه مثبت وګڼو."

د دوحې په درېیمه غونډه کې په افغانستان کې د بې وزلۍ د کمولو لپاره د بشري مرستو، پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د خصوصي سکټور د ملاتړ، له نشه یي توکو سره د مبارزې او له کروندګرو سره د مرستو په ګډون پر یو شمېر نورو اقتصادي مسایلو هم خبرې وشوې.

د افغانستان له خصوصي سکټوره ملاتړ، له نشه یي توکو سره مبارزه او د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرول هغه مهم مسایل دي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې پرې بحث وشو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه