د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي د افغانستان د ننګونو د حل لپاره د یوې ستراتیژیکې او همغږې حل لارې پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د دوحې په درېیمه غونډه کې د دغه سازمان استازی وايي، دوی دې هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره په دوامداره او رغنده توګه خبرې کوي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې طارق علي بخیت، د دوحې په درېیمه ناسته کې زیاته کړې، دغه سازمان له اسلامي امارت سره د ښځو کار او نجونو زده کړو په اړه خبرې روانې دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د افغانستان او خلکو پر وړاندې له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یوې همغږې او سټراټیژیکې تګلارې د خپلولو بیړنۍ اړتیا ده او ټینګار یې دا و چې دې موخې ته د رسیدو لاره په دوامداره او رغنده توګه له افغانستان او شته چارواکو سره په اړیکه کې اوسو.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، که هېوادونه غواړي له افغانستان سره ستونزې حل شي، نو باید اسلامي امارت سره تعامل وکړي.
د حمدالله فطرت په خبره، اوسمهال اسلامي امارت له ډېری هېوادونو سره ښې اړیکې او مثبت تعامل لري.
حمدالله فطرت و ویل: «که د نړۍ هېوادونه غواړي چې له اسلامي امارت سره خپلې ستونزې حل کړي باید له اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي، په دغه برخه کې ډيری هېوادونو دا حقیقت درک کړی دی او په لوړه کچه کې له اسلامي امارت سره تعامل لري.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې اسلامي امارت باید له نړیوالې ټولنې سره د لا ډېر تعامل او رسمیت پېژندنې لپاره یو لړ اقدامات وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر اغا و ویل: «غوره دا ده چې له افغانستان سره تعامل وشي او دغه تعامل یوازې په دې مانا نه دی چې یوازې له حکومت سره وي، بلکې تعامل له حکومت او خلکو سره اسانتیاوې رامنځته کولای شي.»
د سیاسي چارو شنونکي، ناصر شفیق و ویل: «زموږ بهرنی سیاست باید بې طرفه وي او د نړۍ او د سیمې د هېوادونو د ګټو توازن باید حفظ کړو او د ملي یووالي په رامنځته کولو سره نړۍ او سیمې ته ډاډ ورکړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي، سرپرست حکومت په ۳۸ هېوادونو کې سفارتونه او استازولۍ لري او ډېری هېوادونو او سازمانونو بیا په افغانستان کې خپل سفارتونه او استازولۍ خلاصې کړي او فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه