ذبیحالله مجاهد د دوحې درېیمې غونډې له پایته رسېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې، افغانستان منزوي نهدی او له ډېریو هېوادونو سره ښه تعامل لري.
ښاغلي مجاهد په دغې غونډه کې همدارنګه خبریالانو ته ویلي، هېڅکله به چاته اجازه ورنه کړي چې، افغانستان د نړۍوالو د سیالیو پر ډګر بدل کړي.
د اسلامي امارت ویاند څرګندوي:«موږ اجازه نهورکوو افغانستان د هېوادونو د قدرتونو ترمنځ د کشمکش ډګر وګرځي، موږ غواړو افغانستان د مرستو، د همکاریو د جلب محور وګرځي او ټول هېوادونه دلته د وصل نقطه وي نه د فصل.»
د هغه په وینا، د بشري حقونو او د نجونو د زدهکړو مسایل باید سره جلا شي او نړۍ باید له هغو څخه د سرپرست حکومت پر وړاندې د سیاسي فشار په توګه کار وانهخلي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، نړۍوالو کنوانسیونونو ته به هغه مهال ژمن واوسي چې، اسلامي امارت په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې راشي او یاد کنوانسیونونه له اسلامي شریعت سره ټکر ونه لري.
ذبیحالله مجاهد وویل:«کنوانسیونونه یا د نړۍ هوکړې د یوه مکلفیت له امله رامنځته کېږي، موږ هغه وخت کولای شو چې، پرې هوکړه ولرو چې، د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان تر عمومي چتر لاندې ومنل شي. دویمه دا چې، موږ د نړۍ کنوانسینونو او هوکړو ته تر هغې ژمن پاتې کېدای شو چې د له اسلامي شریعت او د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې نهوي.»
د اسلامي امارت ویاند د دوحې درېیمه غونډه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډګ بولي او زیاتوي، په یاده غونډه کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې ترسره شوي پرمختګونه ومنل او د خصوصي سکټور د لا پیاوړتیا او په افغانستان کې يې له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد څرګنده کړه:«د ناستې په پای کې زموږ غوښتنه دا وه چې، باید یو عملي میکانیزم جوړ شي چې، په دغو دوو برخو کې له افغانانو سره عملي کومکونه وشي. دوی وویل چې، دا به موږ په راتلونکو کې په نظر کې نیسو، نوټ شوي دي؛ خو دا چې څه وخت هغوی د عمل جامه اغوندي په هغوی پورې اړه لري؛ خو زموږ غوښتنه دا وه چې، باید غه ناسته د ناستې لپاره نهوي ما ټولو ګډونوالو ته ښکاره وویل چې، ناستې د ناستې لپاره تکرار نهشي، ناستې باید د عمل لپاره وشي.»
د یادونې ده چې، د دوحې درېیمې غونډې ترسراوی، د افغان مېرمنو او مدني ټولنو د استازو له ګډون پرته، له ګڼو نیوکو سره مخ شوې ده.
په دې اړه مو اندونه