د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د افغان ښځو پر ملاتړ له ټینګار سره، طلوعنیوز ته ویلي چې، د نجونو او ښځو د زدهکړو مسئله او په ټولنه کې د هغوی فعال حضور، د بهرنیو غوښتنه نه؛ بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.
توماس وېسټ قطر ته د طلوعنیوز استول شوي خبریال سره په مرکه کې د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو او نجونو رول مهم بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی طلوعنیوز ته وايي:«زه دې پایلې ته ورسېدم چې، د اقتصادي پرمختګ لپاره باید بازار او پانګونې ته لاسرسی زیات شي، ښځې باید له کاري ځواک سره د یوځای کېدو لپاره په ټولو برخو کې باید زدهکړې وکړي، دا د افغانانو غوښتنه ده، نه د بهرنیانو او موږ یې ملاتړ کوو.»
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم له طلوعنیوز سره په مرکه کې له اسلامي امارته غواړي چې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
مېرمن امیري دغهراز ډاډ ورکوي چې، نړۍ د نجونو او ښځو ترڅنګ ده او له هغوی ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي:«تر هغې چې افغان ښځه او نجۍ تحصیلات ونهلري، افغانستان به ډېره تیاره راتلونکې ولري. تر هغې چې افغان ښځه او نجلۍ امکانات ونهلري، افغانستان بیا هم د جګړې او تیاره راتلونکي په حالت کې پاتې کېږي.»
خو اسلامي امارت وايي چې، د ښځو مسئله یوه کورنۍ هغه ده او نړۍ باید په دې چارو کې لاسوهنه ونهکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«هېوادونو ته وایو چې، په افغانستان کې د ښځو او کسانو موضوعګانې، دا د افغانستان مسئله ده. موږ هڅه کوو دلته هغوی ته حل لار پيدا ولرو. دا د هېوادونو لپاره باید د سیاسي فشار وسیله نهوي او پلمه ونه بلل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډيکارلو ویلي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو او نجونو د زدهکړو مسئله یوازې کورنۍ مسئله نهده؛ ځکه افغانستان په دې برخه کې نړۍوالې ژمنې لري.