Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دحقوقو ترلاسه کولو په لټه کې؛ متقاعدین دا ځل د یوناما دفتر مخې ته راټول شوي

ځينې متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله، نن (چهارشنبې) په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مخې ته سره راټول شوي دي.

دوی د یوناما دفتر ته د غوښتنلیک له سپارلو سره د دغه بنسټ له استازو غوښتي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په برخه کې کار وکړي.

متقا محمد صابر طلوع‌نیوز ته وویل:«نن چې موږ د یوناما مخې ته راغلي یو، د خپل حق لپاره راغلي یو، څو ځلې مالیې وزارت ته ولاړو په دغو څلورو کلونو کې، موږ ته یې منفي ځواب راکړ.»

بل متقاعد سید اقا هم وايي:«موږ خپل حق او حقوق غواړو. زموږ مسلم حق دی، باید موږ ته یې راکړي موږ ۴۰ کاله خدمت کړی، زموږ له معاش څخه یې اخیستي، باید موږ ته یې راکړي.» 

یو شمېر نور متقاعدین وایي چې، د اسلامي امارت له لوري د دوی د حقوقو نه ورکول کېدو یې ستونزې دوه برابر کړې دي.

متقاعد محمد عمر څرګنده کړه:«هر متقاعد ۱۵ نفره ډوډۍ خوړونکي لري. که‌چېرې حساب وکړئ پنځه مېلیونه تنه کېږي، که‌چېرې دغه پنځه مېلیونه تنه له دغه حکومته ناهیلې شي، اړ دي چې، یوه بل هېواد ته ولاړ شي.»

متقاعد عبدالخالق هم وايي:«ژوند نه‌لرو، له شرمه کور ته نه‌شو تلای. د خدای په لحاظ ولې زموږ حق نه‌راکوئ او زموږ پوښتنه نه‌کوئ.»

دوی وایي چې، تر دې وړاندې هم په ځلونو د خپلې تقاعدۍ د حقوقو د نه ورکول کېدو له امله د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې ریاست او نورو ادارو ته ورغلي دي؛ خو تر اوسه یې څرګند ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.
 
یو شمېر متقاعدین وایي چې، د اسلامي امارت له لوري د دوی د حقوقو نه ورکول کېدو یې ستونزې دوه برابر کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه