Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۴ ټرمینلونو طرحه ټرانسپورټ وزارت ته وسپارل شوه

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولین طلوع‌نیوز ته وایي، د تګ راتګ اسانتیا په موخه یې د کابل په څلورو زونونو کې د ټرمینلونو جوړولو طرحه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته سپارلې ده. 

د دغه وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، په خاک جبار او چهار اسیاب ولسوالیو کې د ټرمینلونو جوړولو لپاره تر دې مهاله نږدې یو زر او ۶۷۰ جریبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته سپارل شوې.

د هغه په خبره، د کابل په دوو نورو زونونو کې هم د ځمکې د مشخص کولو لپاره کار روان دی. 

محمد کمال افغان زیاته کړه: « د کور او ښار جوړونې وزارت له د یوې هوکړې لمخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند محترم وزارت ته انتقال شوې، د ټرانسپورټ وزارت ته دنده ورکړل شوې چې د خپلو اړتیاو او وړاندیزونو سره سم یوه طرحه چمتو کړي چې څه ډول ټرمنیل غواړي هلته ټرمینلونو جوړ کړي.»  

د ټرانسپورټ وزارت هم وایي، روان لمریز کال کې به د دوو ټرمینلونو پر جوړولو کار پیل شي. 

د دغه وزارت ویاند، امام الدین احمدي طلوع‌نیوز ته و ویل: « په سنګ نوشته او خاک جبار سیمه کې سږ کال پلان لرو چې ختیځ او سویل ختیځ کې باربري موټرو ته ټرمینلونو جوړ شي.»

د پلازمېنې اوسېدونکي د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کموالي په موخه د دغو ټرمینلونو جوړول مهم بولي. 

د کابل اوسېدونکي، شریف الله و ویل: « لوی موټر په نا معلوم وخت کې راځي، نامنظم سیسټم تیریږي او ښار کې ګډوډي رامنځته کوي. که دا کال وشي ډېر به ښه وي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی هم وایي: « د کابل په څلورو زونونو کې د ټرمینلونو جوړول اسانتیاوې رامنځته کوي او د ښاریانو لپاره ښه ده چې ګڼه ګوڼه کمه شي، هر څه په خپل ځای کې خالي شي او د کابل له څلورو خواوو راشي ښه کار ده.»

د کور او ښار جوړولو وزارت د مالوماتو لمخې، تر دې مهاله ۱۰۰۰ جریبه ځمکه په خاک جبار او ۶۶۹ جریبه ځمکه هم په چهار اسیاب کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته سپارل شوې ده.

شریک یي کړئ