Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چمن پرلت کوونکي: پاکستان دې زموږ ملګري خوشې کړي

د پاکستان پرلت کوونکي یو ځل بیا له پاکستاني بندخونو د دغه پرلت د نیول شویو غړو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

دوی وایي، هیڅ کړنه یې د قانون خلاف نه ده؛ خو په خبره یې پنځه غړي یې په غیر قانوني توګه د پاکستان حکومت له لوري نیول شوي دي. 

پرلت کوونکي دغه راز وایي، د پاکستان قضايي ادارې هم د دغه پرلت د غړو دوسیې نه څېړي.

د چمن پرلت غړي، فیض الله و ویل: « که ما چيرې د حق غږ اوچت کړ وایي دا د قانون خلاف دی، تر اوسه دلته د قانون خلاف او د دولت خلاف غږ ندی اوچت شوی بلکي د حق غوښتنه شوې، خو که چیرې د پاکستان حکومت ته د حق غوښتنه خلاف عمل معلومېږي نو موږ دا عمل ته دوام ورکوو.»

د پرلت یوه بل غړي، محمد ولي هم و ویل: « دلته خلک په اعتراض ولاړ دي، د خپلو زنداني ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه کوي خو معلومه نده چي زموږ ملګري ولي زنداني دي.»

د چمن پرلت ځینې نور غړي بیا وایي، د دوی غوښتنو او اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید یوه کمېټه جوړه شي. 

دوی د بشري حقونو پر نړۍوالو بنسټنونو هم غږ کوي څو د دوی غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

د پرلت غړي، مصطفي اغا جان څرګنده کړه: « موږ به ټولي نړۍ او رسنیو ته دا ظلم ورښکاره کوو چې موږ پر امن ناست يو خو بيا هم زموږ حق نه راکول کېږي، د پاکستان قاضيان دي بې پرې قضاوت وکړي.»

صديق بلال هم و ویل: « موږ د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کوو، چي د پرلت او د خلکو د حق غوښتنو لپاره دی يوه کمېټه وټاکل شي او دلته دی هرڅه د حقيقت پر بنسټ وڅېړي.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام او تحریک انصاف ګوندونو هم د چمن د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کړې ده. 

د چمن اوسېدونکو له تېرو نهو میاشتو راهیسې د سپین بولد - چمن پر لاره د پاسپورټ او ویزې الزامي کېدو په غبرګون کې لاریون پیل کړی خو تر دې مهاله یې غوښتنو ته رسېدنه نه ده شوې.

شریک یي کړئ