Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حبیب الله اغا: د ښوونکو د معاشونو لوړولو غوښتنه به د ا.ا رهبر سره شریکه کړم

 د پوهنې وزارت سرپرست پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د ۱۷ بابه ښوونځیو د ودانیو د بنسټ ډبره کېښوده.

ددغو اولس بابه ښوونځیو ودانۍ د پکتیکا مرکز ښرنې سربېره ددغه ولایت پنځلس ولسوالیو کې د جاپان د خلکو په مالي مرسته او د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مشارکت جوړېږي.

د پوهنې وزارت سرپرست په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وایي، چې عصري او دیني زده کړې د ټولنې اړتیا ده او په خبره یې دې برخه کې د کیفیت لوړولو او آسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبيب الله اغا  و ویل: یو دیني علوم دي او یو عصري علوم دي، دیني علوم زموږ او ستاسې د ژوند موخه ده او خدای پیدا کړي د دین لپاره یو. خو عصري علومو ته اړتیا لرو.

حبیب الله آغا دغه راز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ښځینه ښوونکو معاشونو کموالي او ځنډ ته له اشارې پرته زیاتوي چې د ښوونکو شته معاشونه کافي نه دي او په خبره یې د اسلامي امارت مشر ته به د ښوونکو د امتیازاتو لوړولو وړاندیز وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبيب الله اغا و ویل: د معاشونو په اړه به زه هڅه وکړم ځکه زموږ له صلاحیت دا خبره پورته ده. امیرالمؤمنین صاحب سره به یې شریکه کړم. زما اراده ورته شته چې په دې برخه کې ځانګړی وړاندیز وکړم چې د ښوونکو معاشونه لوړ کړي. زه به هم قناعت ورکړم چې په اته زره افغانۍ به د معلم صاحب کوم درد دوا شي.

په همدې حال د پکتیکا اوسېدونکي او یو شمېر زده کوونکي د ښوونځیو ودانیو جوړولو ته خوشحاله دي خو له مسوولینو غواړي  چې د دغه ولایت د پوهنیز نظام د پیاوړتیا په برخه کې لا کوټلي ګامونه اوچت کړي.

یوه زده کوونکي، نويد اغا و ویل: موږ به لمر ته ناست وو، موږ به دلته سبق ویلو، دا ډېر د ویاړ ځای دی چې موږ اوس دلته درس وايو. دا تعمیر چې جوړیږي موږ ډير خوښ یو.

یوه بل زده کوونکي، بيت الله هم و ویل: موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ یو، سیند به کله رابهیدلی و، کله به خټې او باران و. زموږ درس به نه و او نورې ستونزې به هم وې.

د پکتیکا اوسېدونکی، شمس الحق  وايي: له حکومت مو غوښتنه ده چې موږ ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی، کلا خان هم وايي: په دا شلو کلونو کې هیڅ کار نه دی شوی، نو زموږ له وزیر صاحب څخه احترامانه غوښتنه دا ده چې پکتیکا ته تر نورو ولایتونو زیاته پاملرنه وکړه.

د پوهنې وزارت سرپرست وايي اسلامي امارت نه يوازې پکتيکا بلکې د هېواد لرې پرتو او محرومو سيمو کې د پوهنې متوازن انکشاف او پياوړتيا ته ژمن دی او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ