د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې په پای کې ویلي، اسلامي امارت ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له روسیې سره متحد دی.
ولادمیر پوتین وایي، دا چې "طالبان" افغانستان کې واکمن دي نو په خبره یې، ترهګرۍ سره په مبارزه کې د روسیې متحدین دي.
پوتین ویلي: « موږ باید فرض کړو چې طالبان افغانستان کې واک لري. نو له دې امله طالبان ترهګرۍ سره په جګړه کې زموږ متحدین دي، ځکه هر چارواکی چې یو هېواد اداره کوي، د هغه هېواد د ثبات ته لېواله وي.»
له دې سره هم مهاله د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي هم ویلي، د پوتین دغه خبرې د پوهاوي وړ دي.
ذاکر جلالي ویلي: « د افغانستان له حکومت سره د اړیکو عادي کولو په شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د پوتین خبرې د پوهېدو وړ دي.»
د اسلامي امارت ویاند بیا وایي، د شانګهای همکاریو سازمان ناسته مهمه ده او په خبره یې، د دغه سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره ښې اړیکې لري.
ذبیح الله مجاهد و ویل: « شانګهای ناسته خپله د سیمې په کچه یوه مهمه ناسته ده او دغه سازمان کې ګډونوال هېوادونه له اسلامي امارت سره ښې او د باوري اړیکې لري.»
افغانستان کې د ټولګډونې حکومت د جوړېدو په اړه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو غوښتنې ته په غبرګون، ښاغلي مجاهد ویلي، هېوادونه باید له افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه: « د ټولګډونې حکومت مسله د افغانانو مسله ده او افغانستان هر ډول چې ملي ګټې اجازه ورکوي، پرېکړه کوي، لرې او نږدې هېوادونه باید د اړیکو تنظیمولو په څېر موضوعاتو او په سیمه ییزه کچه د همکارۍ فضا رامنځته کولو په برخه کې له افغانستان سره خبرې وکړي.»
د شانګهای همکاریو سازمان بله سرمشریزه به د روان زېږیز کال د اکټوبر په ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شي.