اسلامي امارت په افغانستان کې د ټول ګډوني حکومت د جوړېدو په تړاو د شانګهای د همکاریو سازمان د غوښتنې په غبرګون کې وايي، یاده مساله یوه کورنۍ چاره ده.
د اسلامي امارت ویاند له طلوع نیوز سره په خبرو کې له یاد سازمانه غوښتي چې، له افغانستان سره د اړیکو د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پورې اړه لري.
تیره ورځ هم د چین ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې ټینګار وکړه چې هڅه کوي سرپرست حکومت د یو پراخ او ټولګډوني سیاسي جوړښت رامنځته کېدو ته وهڅوي.
د چین ولسمشر، شي جینګ پینګ ویلي: (افغانستان د سېمې د امنیت لپاره یوه اړتیا ده، موږ باید له افغانستانه د بشري ملاتړ د زیاتوالي لپاره د همغږۍ او افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د همکارۍ او نورو لارو چارو څخه په ګټنې افغانستان اړ کړو چې یو پراخ او ټولګډونی سیاسي جوړښت رامنځته کړي او د سولې او بیا رغاونې لاره خپله کړي.)
بل لور ته د روسیې ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په پای کې اسلامي امارت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل متحد یاد کړ.
ولادیمیر پوتین وايي چې په افغانستان کې واک له طالبانو سره دی له همدې امله له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مسکو متحد دی.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین وايي: (له شک پرته طالبان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې زموږ متحدان دي، ځکه اوسنی دولت د خپل واک او هېواد د ټیکاو ته چیرته چې واکمن دي او هغه رهبري کوي لیواله دي، زه ډاډمن یې طالبان هم لیواله دي چې په افغانستان کې هر څه سوله ییز وي.)
ټاکل شوې د شانهګای د همکاریو سازمان بله سرمشریزه د روان کال د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ نېټه د پاکستان په کوربه توت جوړه شي.