Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا ویاند: امریکا او جرمني په کابل کې د سفارتونو پرانیستلو یادونه کړې

د اسلامي امارت ویاند وايي، د دوحې د درېیمې غونډې په څنډیزو کتنو کې د امریکا او جرمني استازو په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانېستلو غوښتنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د سپارنې مساله هم د ملګرو ملتونو له مرستیالې او همداراز د اروپايي ټولنې او د امریکا له استازو سره مطرح شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: نورو هېوادونو هم و ویل، د امریکا یوه استازې موږ سره ناسته وه، چې اوس په قطر کې ده او د افغانستان لپاره د امریکا سفیره وه، هغه ویل چې دا به ښه وي چې ژر تر ژره په کابل زموږ سفارت کې دوی و وینو. موږ ورته و ویل چې زمینه برابره ده، جرمني هم همدا ډول یادونه وکړه.

ذبیح الله مجاهد د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وایي چې د دوحې درېیمې غونډې په څنډه کې یې په ملګروملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ ورسپارلو مسله یې د ملګروملتونو له مرستیال او د اروپايي ټولنې او امریکا له استازو سره شریکه کړې او د چین او روسیې په ګډون ځینو هېوادونو د اسلامي امارت له دې غوښتنې ملاتړ کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل:په عمومي کې یاد شول چې موږ تعامل غواړو او ښه تعامل هغه مهال کیدای شي چې په ملګرو ملتونو کې زموږ حق موږ ته تسلیم شي. ځینو مقتدرو هېوادونو زموږ له دغه دریځه ملاتړ وکړ، د بېلګې په توګه چین او روسیې د خپلو خبرو په سر کې دا یادونه کوله چې اسلامي امارت باید په لوړو سټيجونو باندې ومنل شي او دا ستونزې بیا خپله حل کیږي.

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردګ په دې اړه و ویل: د دوی له کړنو سره ځينې ستونزې لري، که دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور سره سمې نه وي، زه فکر نه کوم چې اسلامي امارت ته دغه څوکۍ وسپارل شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز په نظام کې هېوادوالو ته د ونډې ورکولو په ځواب کې په دې اند دی چې دا مسله د وخت په تېریدو سره حل کیږي او اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره ټولو ته په ونډې ورکولو باندې باور لري.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: غوره دا ده چې افغانستان یو څه وخت پرېښودل شي چې خپل یووالی لا مستحکم کړي او یقیني یې کړي، بیا دا سیاسي عرصه ډېره پراخه ده، خلک کولای شي سیاست کې هم برخه واخلي، د هېواد په ابادۍ کې هم برخمن شي.

د اسلامي امارت ویاند دغه راز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې په هېواد کې د رغنده نیوکې او له فساد څخه د مخنیوي په برخه کې د ازادو رسنیو شتون او فعالیت مهم ګڼي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د سپارنې مساله هم د امریکا له استازو سره مطرح شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه