Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ازبیکستان سره د حیرتان-مزارشریف وسپنې پټلي د بیارغونې هوکړه وغځېده

د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیالي ازبیکستان سره د حیرتان-مزارشریف وسپنې پټلۍ د بیارغونې هوکړې له غځېدو خبر ورکوي. 

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وایي، دغه هوکړه د شپږ میاشتو لپاره غځېدلې او په خبره یې، ازبیکستان د وسپنې پټلۍ له لارې له سویلي اسیا سره د مرکزي اسیا پر نښلولو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت ویاند زیاته کړه: « د حیرتان - مزارشریف د وسپنې پټلۍ پروژې د بیارغونې هوکړه د شپږ میاشتو لپاره و غځېده څو د دغې پټلۍ کارونه بشپړې شي او دواړو خواوو د ریل پټلۍ انتقال، دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو ټکو په اړه خبرې وکړې.»
 
د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال له ازبیکستاني پلاوي سره وسپنې پټلۍ برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د وسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیزو بورسیو او د افغان - ټرانس پروژې د تخنیکي د سروې پیل په  اړه خبرې کړې دی. 

د کانونو او صنایعو خونه هم د وسپنې پټلۍ پروژود پلي کولو لپاره له اسلامي امارت سره د خصوصي سکټور او سیمه ییزو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کوي. 

د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « د مرکزي اسیا هېوادونو هم دې پایلې ته رسېدلي چې باید د وسپنې پټلۍ پر پروژو کار وشي، هیله لرم چې د خصوصي سکټو په همکارۍ او پانګونې او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د افغانستان وسپنې پټلۍ پیل کړو څو نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

ځینې کارپوهان بیا د توکو د لېږد او هېواد په اقتصادي پراختیا کې د وسپنۍ پټلۍ بیارغونه او پراختیا مهمه بولي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدلظهور مدبر و ویل: « هر څومره چې اسانتیاوې ډېرې وي، د افغانستان پر اقتصاد مستقیم اغېز کوي په ځانګړې توګه د افغانستان د رېل پټلۍ خبرې. که سم مدیریت شي لګښتونه کمیږي.»

تر دې وړاندې د وسپنې پټلۍ مرستیالۍ ویلي و چې روان لمریز کال کې به د کندهار-سپین بولدک، اندخوی-شبرغان وسپنې پټلیو او همدارنګه د افغان-ترانس پروژه چې له مزارشریف تد پاکستان تر خرلاڅې ده، مفصله مطالعه بشپړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه