Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د پزشکیان بری

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر ویلي چې مسعود پزشکیان د څه باندې ۱۶ مېلیونه او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ رایو په ترلاسه کولو سره د ایران نهم ولسمشر شو.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي سره سیالي وکړه.

د ایران د ټاکنو مرکزي دفتر ویاند محسن اسلامي د ټاکنو د پایلې د اعلان پر مهال وویل:«له همدې امله، ښاغلی مسعود پزشکیان د ایران اسلامي جمهوریت د څلورمې دورې ټاکنو د منتخب په توګه معرفي کېږي.»

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۴مې دورې په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان په ۱۶مېلیون او ۳۸۴ زرو ۴۰۳ رایو سره د خپل یوازېني سیال سعید جلیلي د ۱۳ مېلیون و ۵۳۸ زرو ۱۷۰ رایو پر وړاندې بریا خپله کړه.
    
د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان وايي:«موږ له ټولو ته د دوستۍ لاس ورکړو او ټول د دغه هېواد مال دي.»

یوه ایراني وګړي طلوع‌نیوز ته وویل:«که ريښتیا ووایم هیله من یم چې، بیې راټيټې شي او ځوانان په اسانۍ سره دندې ومومي، او بس، زه کوم ځانګړی احساس نه‌لرم. زه خوښ یم چې، ښاغلی پزشکیان وټاکل شو.»

یوه بل ایراني وګړي حسین ایماني هم څرګنده کړه:«باید ووایم چې، اوس‌مهال زه د پزشکیان په تړاو مثبت احساس لرم، په دې شرط چې، هغه خپلې ژمنې پوره کړي.»
 
مسعود پزشکیان څه موده وړاندې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې په ایران کې د افغان کډوالو په تړاو ویلي و چې، په راتلونکي حکومت کې به ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د پولو د تړلو او په دغه هېواد کې دننه د افغان کډوالو لپاره د کړنلارو د رامنځته کولو په برخه کې اقدام وکړي.

ایران کې افغان کډوال منصور د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي:«د ایران له نوي ولسمشره زما غوښتنه دا ده چې، کډوالو ته ډېره پاملرنه ولري. موږ په تېرو کلونو کې زیات ځورول شوي یو.» 

تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې، په ایران کې هر ډول حکومت چې جوړېږي له سرپرست حکومت سره به خپلې اړیکې ښې کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې د ایران په ټاکنو کې د مسعود پزشکیان بریا د کابل او تهران د اړیکو پر ښه کېدو څه اغېز لري؟

د نړۍوالو چارو شنونکی عزیز معارج طلوع‌نیوز ته وویل:«که‌چېرې د ایران ګټې تقاضا وکړي، ایران به له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.»

د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې دننه او بهر د رایې ورکولو پر شرایطو برابرو څه باندې ۶۱ مېلیونه کسانو ته په پام سره، د ټاکنو په دویم پړاو کې د خلکو د ګډون کچه شاوخوا ۴۹ سلنه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو د ګډون  کچه۴۰ سلنه وه چې دا د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو ټیټه کچه وه. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه