د چین رسنیو د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي چې، د چین او تاجیکستان ولسمشرانو شي جنپینګ او امام علي رحمان په افغانستان کې د قومي، مذهبي او سیاسي استازو په ګډون د یوه ټولګډوني حکومت له جوړېدو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د چین او تاجیسکتان ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې یو خپلواک، بې پرې، ټولګډونه او سوله ییز افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهيي توکو پاک وي، د افغانستان او سیمې د خلکو د ګډو ګټو په ګټه دی.
د چین او تاجیکستان د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«چین او تاجیکستان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو د استازو په حضور سره د یوه ټولګډوني حکومت له جوړېدو خپل ملاتړ څرګند کړ. دواړو لورو یوځل بیا ټينګار وکړ چې خپلواک، بېپرې، متحد، پراخبنسټه، سولهییز افغانستان چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهيي توکو پاک وي او له خپلو ګاونډیو سره په سوله او همغږۍ کې ژوند وکړي، د افغانستان د خلکو او د سیمې د نورو هېوادونو د ګډو ګټو په ګټه دی.»
که څه هم اسلامي امارت د چین او تاجیکستان د ولسمشرانو د وروستیو څرګندونو په تړا څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ټولګډوني حکومت جوړېدل خپله کورنۍ موضوع بللې وه.
د سیاسي چارو شنونکی سمیعالله احمدزی طلوعنیوز ته وايي:«دا چې د چین او تاجیکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت بحث مطرحه کړی، دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده؛ ځکه دا په افغانانو پورې اړه لري چې څه ډول حکومت انتخاب کړي؛ خو دا ډول حکومت چې د اسلامي امارت حکومت دی، دننه په هېواد کې هم د منلو وړ نهدي نو له اسلامي امارته غواړم چې د حکومت لمنه وغوړوي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سایل وردګ هم څرګندوي:«زموږ اړیکې، زموږ د ګاونډیو اړیکې مهمې دي او له افغانستان سره ګاونډي هېوادونه باید په څو برخو کې له هغې ډلې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې همکاري وکړي.»
د چین ولسمشر تردې مخکې ویلي و چې، هېواد به یې د افغانستان د مسئلې د حل په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.