د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې د سرپرست حکومت د بېلابېلو ادارو ځينې سرپرستان او مرستیالان بدل رابدل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه بدلونونه د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان بانک، چاپېریال ساتنې ادارې، افغاني سرې میاشتې ټولنې، د استخباراتو عمومي ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معینیت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې راغلي دي.
په دغې اعلامیه کې راغلي:«د کانونو او پټرولیم وزارت مخکیني سرپرست شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. د افغانستان بانک مخکیني سرپرست هدایتالله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی. د افغانستان بانک لومړۍ مرستیال نور احمد اغا د دغه بانک د سرپرست په توګه ګومارل شوی. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکینی سرپرست مطیعالحق خالص د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مرستیال په توګه ګومارل شوی. د افغاني سرې میاشتي ټولنې مخکینی مرستیال نورالدین ترابي له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مخکینی سرپرست حافظ عزیزالرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ټاکل شوی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکینی معین قدرتالله جمال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخیکني معین ملا سعدالدین د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه ګومارل شوی. د استخباراتو عمومي ریاست له اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکینی رییس احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه ګومارل شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوع نیوز ته وایي، چې د اسلامي امارت مشر دغه فرمان د حکومت د کارونو د لا ښه والي په موخه صادر کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«تغییر او تبدیل د حکومتولۍ یو عادي جریان دی، د ادارو د چارو د لاښهوالي په موخه تغییر او تبدیل د ادارې یو مهم اصل بلل کېږي، طبعاً یو مسوول به په یوې برخه کې اغېزمناک وي او بل مسوول به شاید په بله برخه کې اغېزمنتیا ولري.»
بلخوا، یو شمېر شنونکي ادلون بدلون د حکومتولۍ یو عادي بهیر ګڼي او مسلکي کسانو ته د مسوولیتونو پر سپارلو ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال طلوعنیوز ته وايي:«په بېلابېلو کچو کې د حکومتي کدرونو ادلون او بدلون، د حکومتوالۍ په سیسټم کې یوه معموله چاره ده؛ خو په دې شرط چې د وړتیا، اهلیت، لیاقت او تخصص مسئله په پام کې نیول شوې وي او کار د هغه اهل ته وسپارل شي. »
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«ادلون او بدلون یو اداري اصل دی. کهچېرې پر وخت شوی وي او د ضوابطو پر بنسټ وي نه د اړیکو پر بنسټ، د کسانو وړتیا په پام کې نیول شوې وي کولای شي چې پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې، شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد له دندې لرې کړ او د کورنیو چارو وزارت مخکینی اداري مرستیال د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.