د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف وايي د نړۍ په نورو برخو کې جګړه د دې لامل شوې چې، افغانستان د نړۍ د لید له دایرې بهر شي.
ښاغلي ضیایوف د ترک هېوادونو د سازمان په غیر رسمي غونډه کې زیاتوي چې، د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله، افغانستان د نړۍ د لید له دایرې وتلی دی.
د ازبیکستان د ولسمشر د وینا په یوه برخه کې راغلي:«له بده مرغه د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او شخړو د زیاتېدو له امله د افغانستان یعنې د هغه ګاوندي وضعیت چې، په مېلیونونو ترکان پهکې ژوند کوي، د نړۍوالې ټولنې د لید له دایرې وتلی دی.ازبیکستان به د افغانستان له خلکو سره لازمو مرستو ته دوام ورکړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي:«که بیاځلې افغانستان هر څومره چې، د نړۍ او ګاوندیو هېوادونو د پاملرنې وړ وګرځي، دا کولای شي سیاسي تعاملات زیات کړي او همدارنګه اقتصادي راکړې ورکړې ته هم ښهوالی بښي چې، موږ کولای شو له ستونزو پرته له نړۍوال تجارت سره کار وکړو.»
په دې غونډه کې ښاغلی میرضیایوف له افغانستان سره د خپل هېواد د اړینو مرستو د دوام ډاډ ورکوي او د افغانستان پر وضعیت د غور لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د همغږو هڅو غوښتنه وکړه.
شوکت میرضیایوف زیاته کړې ده چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل په دغه هېواد کې د ټولنیز وضعیت له بدلون سره مرسته کوي.
په بیاینه کې همدارنګه راغلي:«موږ باوري یو چې، په بهر کې د افغانستان کنګل شوې مالي شتمنۍ به د افغانستان د ټولنیز وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.په نویو واقعیتونو کې د سازمان د غړو هېوادونو لخوا د افغانستان په تړاو د ګډو او متحدو تګلارو پراختیا باید زموږ د بهرنیو چارو د وزیرانو د مذاکراتو اصلي اجنډا وي.»
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمن اوریا هم څرګندوي:«د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې ژورې او هراړخیزې دي او د هرې ورځې په تېرېدو پراختیا مومي. افغانستان کې ثبات په سیمه کې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لامل کېږي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمداللهفطرت له افغانستان سره د ازبیکستان د دوامدارو همکاریو هرکلی کوي او زیاتوي چې، د هېواد د کنګل شویو پیسو ازادېدل به پر هېوادوالو مستقیم اغېز ولري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:«دا چې د ازبیکستان هېواد ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایوف د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی او د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې، موږ د دوی د دغه دریځ هرکلی کوو. یقیناً د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په صورت کې به د افغانستان د خلکو پر ټولنیز ژوند مستقیماً اغېزه ولري.»
د ترک هېوادونو سازمان چې د ترک شورا په نامه هم يادېږي، يو نړۍوال سازمان دى چې، له پنځو ترکي ژبو هېوادونو جوړ دى او هنګري او ترکمنستان یې څارونکي غړي دي.
په دې اړه مو اندونه