د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې، په ایران کې د نوي ولسمشر د کار له پیل سره به، د کابل او تهران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې پیاوړتیا او پراختیا ومومي.
دغه وزارت همدارنګه په یوې اعلامیه کې ویلي د ایران خلکو ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلي ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:«د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او نظام ته د نوي حکومت د ټاکل کېدو له امله مبارکي وایي. د افغانستان اسلامي امارت هیله لري چې، د نوي حکومت په راتګ سره به د دواړو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لاپسې ټینګې او پراخې شي.»
ایران د افغانستان لوېدیځ ګاونډی هېواد دی چې، تر پنځو مېلیونو ډېر افغان کډوال پهکې مېشت دي، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې، دواړه ګاونډي هېوادونه په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا هڅې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د ایران نوی ولسمشر کولای شي چې، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکو کې بنسټيز رول ولري او د افغانستان اسلامي امارت هم له ایران سره نږدې همکاري ولري د دې لپاره چې موږ به ایران کې پنځه مېلیونه کډوال لرو.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم څرګندوي:«اسلامي امارت ته لازمه ده چې، له ایران سره خپلې ډپيلوماټیک تعاملات زیات کړي په کونسلګریو کې خپل ډپيلوماټان زیات کړي څو د هغو افغانانو وضعیت چې، په ایران کې دي ښهشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د مخکیني ولسمشر ابراهیم رییسي له مړینې وروسته، د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې له ټاکلي وخت مخکې ترسره شوې او مسعود پزشکیان د څه باندې ۱۶مېلیونو رایو په ګټلو سره د ایران د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه